زابل کې پېغله او زلمی د ” نامشروع اړیکو ” په تور په دُرو وهل شوي

یوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار ته نن (شنبه جون ۴مه) وویل، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ ناوخته په عام محضر کې یوه ځوانه نجلۍ او یو ځوان هلک په دُرو ووهل.

د راپورونو پر بنسټ، په همدغه عام محضر کې وسله والو طالبانو د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د "اندړانو" په کلي کې یو بل ځوان په ونه کې ځړولی دی.

وسله والو طالبانو د دواړو پيښو مسؤلیت منلی او په سویلي حوزه کې د دوی ویاند قاري یوسف احمدي رسنیوته په لیږل شوي ټېلیفوني پيغام کې لیکلي، فدامحمد يې ځکه اعدام کړی، چي خپل یو کلیوال يې تر پيسو او موټراخیستلو وروسته وژلی و.

د قاري یوسف په قول، ځوانه نجلۍ او ځوان هلک يې د نامشروع اړیکو په جرم په شرعي دُرو وهلي دي.

یاده دې وي، چې تراوسه د زابل رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام