کرسټیانو رونالدو، چې څه کم لس ځلي د اروپا د کال تر ټولو ښه لوبغاړی غوره شوی، د نیپال له زلزله ځپلو سره ۵ میلیارده ډالره مرستې کړې ده.
د فرانسې سپورټ مجلې لیکي دي، چې رونالډو دغه پيسې د ماشومانو د ساتنې ادارې له خوا د نیپال هېواد زلزله ځپلو ته ورسپارل کېږي.
د روان زېږديز کال د اپریل په ۲۵مه د ریښترپه مقیاس ۷ اعشاریه ۸ درجو سختې زلزلې، نیپال سخت وځپلو، چې له امله يې۷۲۵۰ مړه شوي او دغه راز ۱۴ زره نورخلک په کې ټپیان شوي دي.
دغه زلزله د نیپال د پلازمینې په ګڼ میشتې سیمې "کټمنډو ويلي" په نامه یوه دره کې شوې وه.
دا په تېرو ۸۰ کلونو کې تر ټولو شدیده زلزله ده چې په نیپال کې یې خلکو ته مالي او ځاني تاوان رسولی دی.
د ریال مادرید د ټیم لوبغاړی، د نړۍ تر ټولو قیمتي فوټبالر کریستیانو رونالدو و، چې په ٢٠١۴ کال کې یې ٨٠ میلیونه امریکایي ډالر تر لاسه کړل.
رونالډو په پرتګال هېواد کې په ۱۹۸۵ زېږديز کال کې زېږېدلی دی، چې د همدې هېواد د ملي ټیم او دغه راز د هسپانیا د ریل مادرید په کلب کې لوبېږي.
رونالدو په ۲۰۰۹ زېږديز کال کې د فوټبال په تاریخ کې د تر ټولو قیمت ترین بوبغاړی و.
کریسټیانو رونالډو د نړۍ په هر ځای کې له ناورین ځپلو او غریبو وګړیو سره تر خپلې وسې مرسته کړې ده.
کریستیانو رونالدو او توني کروس د فوټبال نړیوالو لوبغاړو د افغانستان له سره میاشت ټولنې سره هم د ۲۰۱۵ زېږديز کال د مارچ په میاشت کې یو لک امریکايي ډالره مرسته وکړې وه.