د ریسلینګ نړیوالې شورا (ډبلیو ډبلیو اي) له خوا د (ریسلمینیا) ترنامه لاندې د دروند وزن اتلولۍ له پاره په زړه پورې سیالۍ د امریکا په (ټکساس) ایالت کې ترسره شوه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په سیالۍ کې رومن رینز د پخواني اتل ټریپل ایچ خلاف د لوبې ډګر ته وواته، چې په کې اتل راووت.
دغه سیالۍ د څه باندې ۱۰۰ زرو نندارچیانو له خوا په لوبغالي کې دننه ننداره شوه، چې په پایله کې د ۳۲ م پړاو (ریسلمینیا) د اتلولۍ جام رومن رینز ترلاسه کړ.
که څه هم د اتلولۍ ګټلو وړاندې رومن رینز د ټریپل ایچ په څیر مشهور لوبغاړی نه و، خو بیا هم رینز د یوې په زړه پورې لوبې وروسته د (ریسلمینا) ۱۴ ځلې نړیوال اتل له ماتې سره مخ کړ او په مینه والو یې خپل شهرت ومانه.
همدا اتلولي د روان کال په جنورۍ میاشت کې ۳۰ کلن امریکایي ریسلینګ لوبغاړي رومن رینز ۴۶ کلن امریکایي ټریپل ایج ته بایللې وه.
د معلوماتو له مخې که څه هم لوبه په لومړیو کې د ټریپل ایج په کنټرول کې وه، خو رومن رینز په ټریپل ایچ بې رحمه ګوزارونه وکړل او بایلل شوې اتلولي یې بیرته ترلاسه کړه.