د عامې روغتیا وزارت چارواکو د روغتیایي رضاکارانو د ملي ورځې په نمانځغونډه کې وویل، د هغې څیړنې له مخې چې په ۲۰۰۳ م ز کال کې شوې وه، د زیږون پر مهال په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۱۰۶۰ یې خپل ژوند له لاسه ورکاوه، خو د هیواد په ټولو ولایتونو کې د روغتیایي رضاکارانو فعالیت او هڅې د دې لامل شوي، چې په ۲۰۱۰ م ز کال کې په هرو ۱۰۰ زرو میندو کې ۳۲۷ میندو یې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ د سې شنبه په ورځ کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې د ګڼ ولایتونو رضاکارانو پکې برخه اخیستې وه.
غونډې ته د عامې روغتیا وزارت معینې ناجیې طارق وویل، چې روغتیایي رضاکاران خلکو ته د روغتیایي خدمتونو په رسولو کې خورا مهم رول لوبوي، ځکه همدا رضاکاران دي چې خلکو ته ورزده کوي، چې څنګه باید د ناروغیو مخنیوی وکړي او څنګه له خپل ځانه ساتنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، اوسمهال په ټول هیواد کې ۳۰ زره روغتیایي رضاکاران فعالیت کوي، چې له ډلې یې ۵۰ سلنه میرمنې جوړوي.
غونډې ته د رضاکارانو په استازیتوب دوو تنو میرمنو صدیقې او مینا له دولت وغوښتل، چې دوی ته دې په دې برخه کې د ډیرو زدهکړو زمینه برابره کړي، ترڅو خلکو ښه خدمت وکړی شي.
دوی وایي، د امنیت ترڅنګ اقتصادي ستونزې هم د دوی د چارو پرمخ خنډونه جوړوي او دولت باید دغو ستونزو ته پام وکړي.