د روسي حکومت پرېکړه کړې، چې د بشارالاسد پر ملاتړ به په سوریه کې د ټولو هغو ډلو او وسله والو پر خلاف د جګړې په میدان کې ودرېږي، چې د بشارالاسد حکومت له پاره ګواښ دی.
راپورونه وايي، دا لومړی ځل دی چې روسیه د داعشي ډلو پر خلاف په سوریه کې د جګړې د عملي برخه وال په توګه پرېکړه کوي.
د پوټين د حکومت د دې پرېکړې په اړه تر اوسه امريکايي چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
یوې اسرایلۍ ورځپاڼې (یدیعوت احرونوت) په خپلې تازه ګڼه کې خبر ورکړی< چې روسي ځواکونه به ډېر ژر به په سوریه کې د داعش ډلې پر سنګرونو هوايي بریدونه پیل کړي.
راپور زیاتوي، چې په نېږدې ورځو کې به روسيې جنګي چورلکې سوریې ته ورسېږي او د هغه هېواد ځواکونو سره به په ګډه د داعش او حکومت ضد نورو ډلو پر خلاف عملیات پیل کړي.
په همدې حال کې ورځپاڼې د لویدیځو سفارتي چارواکو له خولې دا خبر هم ورکړی، چې روسيه لا وار دمخه سوریې کې د جګړې عملي ډګر ته دانګلي دي.
سرچينې زیاتوي، چې د دې هېواد دمشق ته نېږدې روسي ځواکونو ته یوه پوځي اډه ورکړل شوې، چې خپل فعالیتونه په کې مخ ته یوسي.
همدا ډول اټکل کېږي، چې په نېږدې ورځو کې به نور روسي ځواکونه هم دمشق ته ولېږل شي، چې لوجستيکي، امنیتي کارپوهان او د الوتکو پیلوټان به په کې شامل وي.
تر اوسه پورې روسي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه کوم اعلان نه دی کړی، خو له پخوا راهیسي روسیه په سوریه کې د بشارالاسد ملاتړ کوي.
که روسیه د عراق او سوریې له پاره د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر خلاف جګړه کې عملي برخه واخلي؛ دا به د منځني ختيځ په سیاسي اړیکو کې نوی بدلون رامنځته کړي؛ خو دا پوښتنه هم په ذهن کې ساتل پکار دي، چې منځني ختيځ ته د روسیې لاس د اوږدولو په اړه به د امریکا سیاست او غبرګون څه وي؟