روسیه: د طالبانو په اړه مو څرګندونې غلطې تعبیر شوې

په افغانستان کې د روسيې فدراتیف چارواکي وايي، چې د طالبانو په اړه د روسيې جګپوړي چارواکي څرګندونې غلطې تعبير شوې دي.

په کابل کې د روسیې سفير الکساندر مانتیتسکي وايي، چې د افغانستان له پاره د روسيې فدراتیف ځانګړي استازي د ضمیر کابلوف څرګندونې د رسنيو له لوري غېر دقیق تعبیر شوی او هغه څه يې نه دي ویلي کوم، چې په رسنيو کې انعکاس کړی.

د هغه پر وينا، د کابلوف له څرګندونو دقیق دا مطلب وو، چې يوازې د داعش پر ضد د جنګ په برخه کې د طالبانو او روسيې موخې سره ورته والی لري او له طالبانو سره د دوی اړيکې يوازې په افغانستان کې د جنګ درولو له پاره د سياسي حل لارې لټول و.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د کابل له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هغه خبرې، چې طالبانو ته ورته موخې لري، د ولسي جرګې د ځېنو غړو له سخت غبرګون سره مخ شوې.

کابلوف تېره پنجنشبه له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر خلاف په مبارزه کې مسکو او طالبان ورته ګټې لري.

نن یکشنبه (ډسمبر۲۷مه) سنډي ټایمز ورځپاڼې لیکلي، چې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین او د طالبانو مشر ملااختر محمد منصور په تاجکستان کې سره ليدلي دي.

په دغه ورځپاڼه کې راغلي، چې پوتين د طالبانو مشر ته ویلي، چې دوی څنګه کولی شي په ګډه د داعش ډلې د ځپلو له پاره مبارزه وکړي.

کابلوف د نورو جزیاتو له ورکولو پرته ویلي وو، چې مسکو له طالبانو سره د مالوماتو د تبادلې له پاره ارتباطي شبکې جوړې کړي دي.

د ولسي جرګې زیات شمېر وکیلانو په تېره عمومي غونډه کې د کابلوف دا ډول څرګندونې د افغانستان په کورنیو چارو کې په ښکاره توګه لاسوهنه وبلله.

دوی پر بهرنیو چارو وزارت نیوکې وکړې، چې ولې د نورو هېوادونو د دا ډول څرګندونو په مقابل کې غلي پاتې شوي دي.

 دوی همداراز زیاته کړه، چې افغانستان د سترو قدرتونو د جنګ مرکز ګرځېدلی دی او نور د دې توان نه لري، چې دا ډول خبرې وزغمي.

د ولسي جرګې غړې شینکۍ کړوخېل د داسې څرګندونو سرچینه د دې جرګې د ځېنو وکیلانو د بې بندوبارو خبرو پایله ګڼي.

د بهرنيو چارو وزارت څخه په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د روسيې سفير ټينګار کړی، چې هېواد يې د يو ازاد، خپلواک، له مخدره توکو او تروریزم پرته، باثباته او د یو ملي حاکمیت لرونکي افغانستان څخه ملاتړ کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام