روسف: د پارلمان پرېکړې له سرطاني ناروغۍ زیات درد ورکړ

د برازیل ولسمشره دیلما روسف وايي، چې د دې د استیضاح طرحه په برازیل کې ډیموکراسۍ ته زیان رسول دي او زیاتوي، چې دغه "جعلي" استیضاح وه او د "کودتا" یو ډول و.

مېرمن روسف وايي، زیاتې ستونزې یې ګاللي دي او زیاتوي، چې په د دېکتاتورۍ په وړاندې په مبارزه کې ربړولو او د سرطان ناروغۍ د پارلمان بې عدالتې پرېکړې هغومره درد نه دی ورکړی.

نوموړي وویل، هېڅکله یې داسې فکر نه وکړی، چې له دېکتاتورۍ سره له مبارزې وروسته یو ځل بیا به د کوتا په وړاندې مقابله کوي.

د برازیل ولسمشره په دې تورنه شوې، چې د دولت د بودیجې مالي کسر موضوع یې پټه کړې او د دولت په مالیاتو کې لاسوهنه شوې ده.

مېرمن روسف وايي، چې هېڅ ډول جرمې نه دی کړی او د محاکمې مستحقه نه ده.

روسف له خپلو پلویانو وغوښتل، چې د سوله ییزو لاریونو په مقابل کې دې د دې د محاکمې کولو مخه ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې د برازیل پارلمان زیات شمېرو غړیو د مېرمن روسف د محاکمې کولو په برخه کې مثبته رایه وکړې ده.

د پارلمان د پرېکړې له مخې د یلما روسف دنده ۱۸۰ ورځې ځڼدول شوې ده.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام