رقیه؛ هغه ښځه چې پخواني مېړه ووژله

رقیه ځکه د یعقوب له خوا ووژل شوه، چې له طلاق وروسته د هغه په کور کې نه اوسېدله

د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ امنیه قومندان قدرت الله څپاند په دغې ولسوالۍ کې د رقیې په نامه د پخواني مېړه له خوا د یوې ښځې د وژل کېدو خبر ورکوي. د څپاند پر وینا، دغه ښځه تېر ماښام د کورنیو ستونزو له امله په عام محضر کې وژل شوې ده.

څپاند وايي، مجرم نیول شوی او پلټنې ترې روانې دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو رییسه خدیجه یقین په دې اړه وايي، قاتل «یقعوب» نومېږي او خپله پخوانۍ ۲۳ کلنه ښځه رقیه یې له دې امله طلاق کړې وه، چې په ۳ کلونو کې یې د دوی په کور کې اولاد ونه زېږولو. خدیقه وايي، رقیه مخکې له دې، چې طلاق شي؛ د مېړه د کورنۍ له خوا وهل شوې ده.

رقیه ځکه د مېړه له خوا طلاق شوه، چې په ۳ کالو کې یې اولاد ونه زېږولو

خو د رقیې پلار حاجي کریم وايي، د لور مېړه یې د دویم واده پلان درلود او څه موده وړاندې یې هغې ته طلاق ورکړی و. هغه وايي، لور یې ځکه د یقعوب له خوا ووژل شوه، چې نه یې غوښتل وروسته له طلاقه د هغه په کور کې پاتې شي.

د رقیې پلار له عدلي او قضايي ارګانونو نه غواړي، چې یعقوب ته سزا ورکړي، ځکه چې وروسته له دې بل څوک دا ډول کار ونه کړي.

د راپورونو پر بنسټ، په روان کال کې د تېر هغه په پرتله له ښځو سره د تاوتریخوالی کچه ۷،۳۲ سلنه زیاته شوې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د بشري حقونو له خپلواک کمېسیون سره د ښځو د تاوتریخوالي ۲۴۰۳ موارد ثبت شوي وو، خو په دې کال کې دغه موارد ۲۵۷۹ ته رسېدلي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام