راشد خان د سیالیو له‌پاره انګلستان ته روان دی

په ګوګلي ماسټر مشهور افغان راشدخان ارمان ته د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې د چانس ورکولو لړۍ روانه ده چې اوس د انګلستان (T20 Blast) سیالیو ته غوره شو.

د انګلستان د کرکټ کلب (سه‌سېکس) په‌خپله ټویټر پاڼه کې د دی خبر پخلی کړی چې د کرکټ نړۍ دغه مشهور افغان لوبغاړي به د سږ کال په سیالیو کې د دوی په ګټه ولوبېږي.

دغه راز د (سکای سپورټس) وېبپاڼې د راشدخان له خولی لیکلي: «ما د سه‌سېکس کاونټۍ په اړه ډېر ښه شیان اورېدلي، دا زما همېشنۍ غوښتنه و چې په کاونټي کرکټ سیالیو کې ولوبېږم، خوښ یم چې له‌دې پیاوړي کلب سره یوځای کېږم او تمه لرم چې دې کلب ته ډېر څه ترلاسه کړی شم.»

راشدخان دغه راز خوښي ښودلې چې د دغه انګلستاني کلب له نوي روزونکي پخواني اسټرالوي تېزبالر جیسن ګلیسپي په روزنه کې به ولوبېږي.

راشدخان وروسته له هغې دغو سیالیو ته غوره کېږي چې تېره میاشت د هندوستان ۱۱م پړاو (اي. پي. اېل) سیالیو له‌پاره د نږدې یو نیم میلیون ډالرو په بدل کې د (سن‌رایزرز لوبډلې) له‌خوا جذب شو.

د یادونې ده چې جیسن ګلیسپي راشدخان د سږ کال اسټرالیا (بېګ‌باش) سیالیو له‌پاره هم د ایډلیډ سټرایکرز په لوبډله کې ولوبولو چې د ډیون براوو سره په ګډه د دې سیالیو مخکښ وېکټ‌اخیستونکی و.

راشدخان ارمان د افغانستان په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې د بنګله‌دېش، هندوستان، ویسټ‌انډيز او اسټرالیا له لیګونو وروسته د انګلستان کرکټ‌لیګ ته هم غوره شو.

د انګلستان په کوربتوب شل اوریز کورنۍ کرکټ سیالۍ د روان کال جولای پر ۴مه نېټه پیلېږي چې سه‌سېکس لوبډله به په‌کې لومړۍ لوبه له اېس‌سېکس لوبډلې سره وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام