راتلونکی سوړ فصل او د کورنيو بې ځایه شویو نامعلوم برخلیک

په ځینو ولایتونو کې د جګړو شدت زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړې کړي او ترڅنګ يې هېواد ته د راستنو شويو کډوالو راتګ او د هغوی اړتیاوو ته رسېدل ستونزمن شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار په دویم پروان سیمه کې یو شمېر بې ځایه شویو کورنیو سلام وطندار ته وویل، چې راروان ساړه ژمي ته په کتو لا هم حکومت او اړوندو خیر ښېګڼو بنسټونو په لازم  ډول مرستې نه دي کړي.

د بې ځایه شوې کورنۍ یو غړي نورالله سلام وطندار وویل، د کابل ښار په دویم پروان سیمه کې له خپلې کورنۍ سره په خیمه کې ژوند کوي او د راروان ساړه موسم له پاره اندېښمن دی.

دی وايي، چې حکومت له دوی سره په کافي اندازه مرستې نه دي کړي.

په ورته وخت کې د کابل کارته نو سیمې بې ځایه شوي وايي، چې دولت باید د بې ځایه شویو کورنیو او کډوالو له پاره د استوګنې کورنو په یوې طرحې کار وکړي او د دوی د سرپناه ستونزه دې حل کړي.

په همدې حال کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ډېر ژر به د خوړو نړیوال سازمان یا WFP په همکارۍ له ۷۶۰ زره بې ځایه شویو کسانو ته مرستې ورسوي.

د دغه وزارت خبر پاڼې لیکلي، د خوړو نړیوال سازمان به له ژمي مخکې له ۴۰۰ زرو بې ځایه شویو کورنیو او ۳۶۰ زرو راستنو شویو کډوالو سره د خوراکي او سوند توکو مرسته وکړي.

دغه راز، د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، جګړه ځپلو کورنیو ته به په درېیو پړاوونو کې مرستې ووېشي.

چخانسوري زیاته کړه، په لومړي پړوا کې بېړنۍ مرستې، په دویم پړاو کې خپلو سیمو ته د بې ځایه شویو کسانو بېرته ستنېدو له پاره لازمې مرستې په پام کې نیول شوې او په دریم پړوا کې به د ۱۱ جنګ ځپلو ولایتونو اوسېدونکو سره د مرستو طرحه پلي شي.

د ولسمشر ویاند دا هم وویل، چې د وروستیو جګړو په سبب له ۱۱ ولایتونو ۹۵ زره ۵۷۵ کورنۍ بې ځایه شوي، چې له دې شمېرې ۳۱ سلنه يې بېرته خپلو سیمو ته ستنې او ۶۹ سلنه نورې لا هم بې ځایه دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام