ذوالفقار پوځي عملیات؛ لسګونه وسله وال ووژل شول

په هلمند کې د پراخو پېل شويو عملیاتو په اړه د ۲۱۵ میوند قول اردو یوه خبر پاڼه وايي، چې تر اوسه په دې عملیاتو کې ۹۴ مخالف وسله وال وژل شوي ۶۶  ټپیان او ۹ نور يې ژوندي نیول شوي دي.

خبر پاڼه لیکي چې په وژل شویو کسانو کې د ملا لالي، ملا عصمت او ملا محمد په نومونو د طالبانو درې مشهور قومندانان هم شامل دي.

د هلمند امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملا خېل وايي؛ دوی د هلمند په شمالي ولسوالیو کې عملیات پیل کړي دي، چې په خبره يې عملیات بریالي پر مخ روان دي « سیمی مو ترخپلې ولکې لاندې راوستي او دښمن ته مو ماته ورکړې ده، خو مونږ انشاالله بریالي یو.»

نبي جان ملاخېل وايي چې دغه عملیات به یوه میاشت دوام وکړي چې دم ګړۍ د تریخ ناور په سیمه کې امنیتي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي.

بل پلو د هلمند د ولایتي شورا رییس محمدکریم اتل هیله ښودلې چې په دغو عملیاتو کې به ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

ده غوښتنه وکړه که چېرې د عملیاتو پرمهال ملکي وګړیو ته زیان اوړي او یاهم د هغوی کورونه له منځه ځي، نو باید افغان دولت یې زیان ورکړي.

 اتل وايي چې دوی له دولتي ځواکونو سره خبرې کړې دي چې باید د عامو خلکو کورونو ته زیان ونه رسېږي «که چېرې دوی دا کار ونه کړ، نو موږ به هم له دوی سره هیڅکله مرسته ونه کړو او موږ پرخپل دریځ ولاړیو.»

د هلمند په شمالي او سویلي ولسوالیو کې د ذوالفقار په نوم د دغو سترو عملیاتو یوه موخه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ګازو نل ليکې غځولو یا ټاپي TAPI ‌پروژې د پلی کېدو له پاره لاره هوارول هم ښودل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام