د غزني محلي چارواکي وايي، چې د ۳۱ برمته شويو کسانو له ډلې دوه تنه يې مړه شوي دي.
د زابل ولايتي شورا مشر حاجي اغا عطاجان سلام وطندار ته وویل، چې د دغو دوو تنو څخه يو يې د عمر زياتوالي له امله د سړې هوا له وجې مړ او بل يې د ملي اردو د کارت درلودلو له کبله د وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د غزي ولايتي شورا بل غړي نصير احمد فقيري هم سلام وطندار ته ياده پېښه تاييدوي.
د ويلو ده، چې دغه کسان د تېر لمريز کال د کب په ۴ مه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د ناپېژاندو وسله والو له لوري د زابل ولایت په اړوندو سيمو کې برمته شول.