د ۳ولایتونو بې‌ځایه شوې کورنۍ خپل اولادونه پلوري

د فاریاب، بادغیس او غور ولایت ځېنې بې‌ځایه شوې کورنۍ ـ چې د وچکالۍ له امله د هرات ښار شیدايي کمپ ته بې‌ځایه شوې ـ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو اولادونو پلورلو ته مجبور شوي‌دي.

دا بې‌ځایه شوي چې ډېر یې له بادغیس ولایته تللي؛ نیوکه کوي چې تر اوسه ورسره چا مرسته نه‌ده کړې.

صاحب‌خان له ۱۲ کسیزې کورنۍ سره د بادغیس له مقر ولسوالۍ نه د هرات ښکار شدايي کمپ ته کډه شوی‌دی.

ده سلام وطندار ته وویل چې د اقتصادي ستونزو او ورپېښو ناروغیو د درملنې له‌پاره یې له خپلو لسو ماشومانو نه یو ماشوم د ۵۰ زره افغانیو په بدل کې پلورلی دی.

دی وايي، حاضر دی چې د مجبوریت پرمهال د نورو اولادونو د ژوندي ساتلو له‌پاره د هغو له ډلې یو بل هم وپلوري.

محمد نسیم او غلام سرور هم ورته نظر لري او وايي، که یې هرڅوک اخلي همدا مهال خپل لور او زوی پرې پلورلی شي. دوی وایي، د ناروغیو ترڅنګ بېګا ته د خوراک له‌پاره یوه مړۍ ډوډۍ نه‌لري.

خو د هرات د راستنېدونکیو او کډوالو چارو رییس جاوید نادم بیا د کورنیو له لورې ماشومانو پلورل ردوي او وايي چې د بې‌ځایه شویو ترمنځ د اولادونو د پلورلو اوازه ګډه شوې‌؛ خو د دوی د څېړنو پر بنسټ تر اوسه دا ډول موضوع نه‌ده پېښه شوې.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر هم په هرات ته په خپل سفر کې د ماشومانو د پلور موضوع رد کړې‌وه.

خو په تازه وختونو کې یونیسف یو راپور کې ویلي چې په هرات او بادغیس ولایتونو کې د وچکالیو له امله کورنیو ۱۶۱ ماشومان پلوري او یا یې چا ته په عقد ورکړي‌دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام