د ۲ ځوانانو د وژل کېدو په اعتراض په غزني کې ښوونځي تړل شوي

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ لسګونه اوسيدونکي د دغه ولایت ښار کې د یو اعتراضیه ناستې په ترڅ کې ادعا کړې، چې د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان ۲ تنه ملکي وګړي په ډزو وژلي دي.

دوی وايي، چې د قره باغ امنیې قوماندان د دغې کړنې په اعتراض يې خپلې ټولې ښوونځي تړلې دي.

اعتراض کوونکي د غزني ولایت په الجهاد جومات کې ټول شوي و او د پولیسو د ناوړو کړنو څخه يې شکایتونه کول.

د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي زیاتوي، چې دوی د پولیسو له زور زیاتي سره مخ شوي او په دې وروستیو کې پولیس د یادې ولسوالۍ "ولي جان" نومي کلي ته ورغلي او ۲ تنه يې له طالبانو سره د همکارۍ په تور په ډزو وژلي دي.

د غزني د قره باغ ولسوالۍ دغه لسګونه اوسېدونکي وايي، چې دوی د پولیسو د دغې کړنې په اعتراض خپل ټول ښوونځي تړلې دي.

دوی خبرداری ورکوي، تر هغه چې د قره باغ امنیه قوماندان بدل نه شي، نو د دوی ښوونځي به تړلي پاتې وي.

د راپورونو له مخې دغه دوه هلکان د ښوونځي زده کوونکي او عمرونه يې ۱۷ او ۱۱ کلونو پورې و.

له بل لوري د قره باغ ولسوالۍ امنیه قوماندان روح الله پوپل زي د دغو ادعاو په ردولو سره سلام وطندار ته وویل، چې په غزني کې د ښوونځيو تړل کېدل د پولیسو او شخصاً د ده پر وړاندې د طالبانو له لورې جوړه شوې توطیه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان غواړي د عامو خلکو د فشار په واسطه په دغه ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو فعالیت په ټپه ودروي.

له بل لوري د غزني والي عبدالکریم متین بیا په قره باغ کې د ښوونځیو د تړلو لامل طالبان بولي او زیاتوي، چې د دوو هلکانو د قتل د څېړلو له پاره يې یو پلاوی سیمې ته ليږلی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې د قره باغ ولسوالۍ د ښوونځيو د بېرته خلاصولو په موخه به له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

داسې اوازه وه، چې په غزني کې له دې امله ۵۰ ښوونځي تړل شوي، خو  د غزني د پوهنې رییس محمد عابد عابد د ۵۰ بابه ښوونځيو د تړلو خبره ردوي او وايي، چې په قره باغ کې یوازې ۸ بابه ښوونځي تړل شوي او ډېر ژر به دغه ښوونځي هم خلاص کړي.

د ویلو ده، چې قره باغ ولسوالۍ د غزني یو له ناامنو ولسوالیو په ډله کې شمېرل کيږي، چې زیاتې سیمې يې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام