د ۲۰۱۶ م کال ۲۰ اوریزه کرکټ نړیوال جام خپل ستر مات کړ

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د هندوستان په کوربتوب د شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو لومړۍ نښه (لوګو) راښکاره کړای شوه.

دغه لوګو نن(چهارشنبه) د دې شورا په رسمي ټویټر او فیسبوک پاڼو مینه والو ته د لومړي ځل له پاره وښودل شوه او په دې سره ددغه سیالیو د رانیږدې کېدو د مینه والو زړونه هم په ټوپونو کړل.

د کرکټ نړیوالې شورا د اعلان له مخې به د هندوستان په کوربتوب د ۲۰۱۶ م کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو مهال ویش او لوبډل ویش د راتلونکې جمعې په ورځ د دیسمبر میاشتې په ۱۱ مه نیټه په هندوستان کې وشي.

د شپږم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام مهال ویش او لوبډل ویش اعلان ته دهندوستان درې ستوري کرکټ لوبغاړي شیکر دهوان ، ویراټ کوهلي او اجینکی ریهاني هم وربلل شوي دي.

ټاکل شوې ده په راتلونکې کال شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې به سریلانکایۍ کرکټ ملي لوبډله له خپلې اتلولۍ څخه دفاع کوي چې تیرکال یې په بنګله دیش کې هندوستان ته په ماتې ورکولو سره ترلاسه کړې ده.

دیادونې وړ ده چې افغانستان به د سر په سر څلورم ځل له پاره د کرکټ نړیوالې شورا په پلان شوي شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې ګډون کوي.

ددې وړاندې افغانستان په ۲۰۱۰ ، ۲۰۱۲او ۲۰۱۴ کلونو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالیو کې برخه اخیستې ده خو یواځې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو بریالی شوی دی.

شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ د لومړي ځل له پاره په ۲۰۰۷ م کال کې په سویلي افریقه کې پیل شوې چې په کې هندوستان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

دویم پړاو نړیوال جام په ۲۰۰۹ م کال کې په انګلستان کې ترسره شو، چې په کې پاکستان سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره اتلولي وګټله.

دریم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۰ کال کې د ویسټ انډيز په کوربتوب ترسره شوې چې په کې انګلستان اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره اتل شو.

دریم پړاو نړیوال جام په ۲۰۱۲ م کال کې په سریلانکا کې وشو چې په کې ویسټ انډیز سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نړیوال جام په خپل نوم کړ.

او څلورم پړاو شل اوریزه کرکټ نړیوال جام سیالۍ په ۲۰۱۴ م کال کې په بنګله دیش کې ترسره شو چې په کې سریلانکا هندوستان ته په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام