دا مولوي فضلالرحمان نومېږي او د خواجه عبدالله انصاري په جومات کې یې د تېرې جمعې د لمانځه په خطبه کې د هېواد رسنۍ فاسدې وبللې.
مولوي فضلالرحمان د زرګونو لمونځکوونکیو په حضور په خدای قسم یاد کړ چې د رسنیو پر ضد جهاد فرض دی.
دا مولوي ټینګار کوي، که څوک د رسنیو په لاس ووژل شي شهید او که د دې رسنیو کارکوونکي څوک ووژني غازي کېږي.
مولوي فضلالرحمان پهخپلو هغو هممسلکو هم نیوکه کوي چې رسنیو ته ورځي.
دغه مولوي د هېواد لومړۍ مېرمنه رولا غني، هم یهودۍ ګڼي او وايي، هر څوک چې هغه د هېواد لومړۍ مېرمنه بولي؛ ایمان یې نیمګړی دی.
د مولوي فضلالرحمان په وینا، د رسنیو او خبریالانو دفاع بنسټونو له غبرګون سره مخ شوييدي.
د افغانستان ازادو رسنیو ملاتړ یا نی ولایتي دفتر مسوول او رسنوال د دغه مولوي څرګندونې اندېښمنوونکې بولي.
د نی ولایتي دفتر مسوول حامد مومن، او هرات کې محلي خبریال خوشال سېلاب له امنیتي بنسټونو، د عالمانو شورا، ځايي ادارې او د حج او اوقافو له وزارت نه غواړي چې دا ستونزه له قانوني لارې وڅېړي.
د دوی په وینا، له دوی سره هر ځای امنیتي ځواکونه او کوم دفاعي بنسټ نهشته چې د دوی ملاتړ او ساتنه وکړي. دوی زیاتوي، که د مولوي دغو څرګندونو ته جدي پام ونهشي؛ رسنۍ او خبریالان به د عدالت غوښتنې پراخ اعتراضونه وکړي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد هم وایي چې دا ډول څرګندونې د اساسي قانون خلاف دي او هېڅوک د جبر، فشار او شخصي سلیقې په پار خبریالان نهشي ګواښلی.
ښاغلي فرهاد په ټینګار سره وویل چې دا ستونزه د اړوندو ارګانونو له لارې څېړل کېږي.
د فرهنګیانو په اند، که حکومت د دا ډول څرګندونو په اړه غبرګون ونه ښیي؛ دا موضوع د رسنیو او خبریالانو امنیت له ګواښ سره مخوي.