د ګردېز په یو جومات کې ځانمرګو ۲۵ تنه وژلي او تر ۱۰۰ یې ټپيان کړي

عکس له ارشیفه

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، نن ماسپښين په مرکز ګردېز کې د خواجه‌حسن په کلي کې د جمعې لمانځه پر مهال دوو ځانمرګو بریدګرو لومړی په لمونځ‌کوونکیو ډزې کړي او بيا یې ځانونو ته چاودنې ورکړې‌دي.

د پکتيا د امنيه قوماندان مل‌پاسوال رازمحمد مندوزي له رسنيو په خبرو کې وويل، د لومړينو معلوماتو له‌مخې، په‌دې بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي او له ۳۰ ډېر ټپيان شوي‌دي.

مندوزی وايي دوو ځانمرګو بریدګرو له چهادري (بورقې) نه په استفادې جومات ته ننوتي، په خلکو يې ډزې کړي او وروسته يې ځانونو ته چاودنې ورکړې‌دي.

خو د پکتیا د عامې‌روغتيا ریيس ډاکټر ولايت‌خان احمدزی بیا د لومړنیو معلوماتو له‌مخې وايي، روغتون ۶ مړي او تر ۶۰ زيات ټپيان ور وړل شوي‌.

په ورته وخت کې د والي ویاند عبدالله حسرت وايي چې د پېښې له ځایه ۲۵ مړيو جسدونه وړل شوی‌دي.

د دې چاودنې مړي او ټپيان شخصي روغتونونو ته هم لېږدول شوي‌دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وويل، ۱۲ جسدونه او ۱۰ ټپیان رحمان رغتون ته، ۳ جسدونه او ۲۵ ټپيان د کېمز روغتون ته او ۵ ټپيان د ګردېز عاجل واټ ته لېږدول شوي‌دي.

د عامې‌روغتیا روغتون او شخصي هغو ته د وړل شویو وژل شویو کسانو شمېر په مجموع کې ۲۵ تنو او د ټپیانو شمېر ۱۰۰ ته رسېږي.  

تر دامهاله د دې پېښې وروستي جزيات نه‌دي کره شوي.

کومې وسله‌والې ډلې د دې برید د مسوولیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام