په دې وروستيو کې د فقر، ناامنيو، بیکارۍ او نورو ستونزو له امله بهرنيو په ځانګړي ډول اروپايي هېوادونو ته په قاچاقي توګه د افغان ځوانانو تګ يوه لويه ستونزه بلل شوې.
په دې اړه د حکومت اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، افغان دولت هڅه کوي په هیواد کې داسې اسانتياوې برابرې کړي، چې بهر ته د افغانانو د تګ مخه ونیول شي.
اجراییوي رییس عبدالله عبدالله نن د مدني ټولنې له استازو سره ګډې ناستې پر مهال وویل، د اقتصادي ستونزو له امله نه، بلکې داسې تبلیغات شوي چې خلک پر خپل راتلونکي بی باوره کړي او هغوی په دې هڅه کې دي چې افغانستان پریږدي او بهرنيو هیوادونو ته کډه شي.
عبدالله وویل، چې افغانستان له اروپایي ټولنې سره داسې یو هوکړه لیک لري هغه افغان کډوال چې ایستل کیږي نه باید د افغانستان له نا امنو ولایتونو څخه وي او د یو کال له پاره هغوی سره مرستې د دې هوکړه لیک له مهمو مواردو څخه دي.
نوموړي زیاته کړه، که چیرې د المان هېواد وغواړي افغان کډوال له هغه هېواده وباسي، نو باید افغانستان سره یو تفاهم نامه ولري او په یو قانوني چوکاټ کې هغوی هېواد ته راستانه کړي.
اجرايوي رییس خبرداری ورکړ، هغه کسان چې د اقتصادي ستونزو له امله خپل هېواد پريږدي، نو په هيڅ اروپايي هېواد کې به هم قبول نه شي.
په همدې حال کې ولسي جرګه وایي، که چیرې د المان هیواد هغه افغان کډوال چې په سختو شرایطو کې چې د امنیتي ستونزو له امله هغه هیواد ته کډه شوي راوګرځول شي هغوی به له ناورین سره مخ شي.
د ولسي جرګې غړي محمد اکبري ویلي، چې ولسي جرګه باید د المان هیواد له سفارت څخه وغواړي تر څو هغه افغان کډوال چې په اوسینو شرایطو کې افغانستان پریږي د هغوی له ایستلو ډډه وکړي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې ۷۷ زره افغانان په روان کال کې ترکیې او بیا اروپا ته تللی او د پناه غوښتنه یې کړې دا شمیر په ۲۰۱۴ کال کې ۵۸ زره و.
د دې سازمان د معلوماتو له خې، سږ کال ټول ۳۸۱ زره کسان اروپا ته رسیدلي چې ډیری پکې افغانان دي.