د کوټ په جنګ کې ۱۶۱ داعشیان او ۱۲ ملکي وګړي وژل شوي

د افغانستان د مدني ټولنو د فدارسیون رییس صدیق منصور انصاري د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت د کوټ ولسوالۍ د پېښې په اړه په بې غورۍ او بې کیفایتۍ تورنوي.

د دې فدراسیون مشر د ننګرهار والي، امنیت رییس، امنیه قوماندان او د ملي اردو قوماندان په هکله وايي، چې دوی په خپلو دندو کې ناغيړي کړې ده.

یاد فدراسیون زیاتوي، چې د دوی د کم کارۍ او بې کارۍ له امله د ننګرهار په ښار کې هدفي وژنې کېږي او داعش یو ځل بیا په سر راپورته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله والو د تېرې جمعې په شپه د سیمه ییزو او ملي پولیسو په پوستو بریدونه وکړل.

داعشیانو په دې برید کې ماشومان او مېرمنې ووژلې کورونه یې وسوځول او ځېنې یې له ځانه سره برمته کړل.

انصاري په دې خبري غونډه کې وویل، چې د ننګرهار مسوول امنیتي چارواکي باید له دندو لرې شي.

نوموړي وویل، چې داعش ډلې د شینوارو ولسوالۍ په پنځو سیمو بریدونه کړي او سیمې یې نیولي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار والي سلیم کندوزی وايي، چې د تېرې جمعې شپې راهیسې ۶۰۰ داعشي وسله وال له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

دی وايي، چې تر اوسه ۱۳۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي، چې ۳۶ تنه یې په مستقماً او پاتې په هغه يې په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د ننګرهار والي د کوټ ولسوالۍ د ولسي تلفاتو په اړه وویل، چې تر دا مهاله د داعش وسله والو له خوا ۱۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.

د کندوزي پر وینا، د جنګ پر وخت ټول ملکي وکړي د جنګ له وېرې یو خوا او بل خوا ته په منډو وو او هغه ملکیان چې فکر کېدلو داعشیانو تښتولي یا نادرکه شوې دي، بلکې بېرته خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

له بل لوري د یو تازه خبر له مخې، کوټ کې د تازه هوايي برید پر مهال  تر ۳۰ زیات داعش وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي سلام وطندار ته وویل، چې نن (جون۲۶مه) مازدیګر شاوخوا څلور نیمې بجې د یاد ولایت د کوټ ولسوالۍ په سه پای سیمه کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې له ۳۰ زیات داعش وسله وال وژل شوي دي.

 نوموړی وايي، دغه بریدونه د یادې ډلې پر مهمو پټنځایونو شوي دي، چې یاد شمېر داعش وسله وال پکې وژل شوي دي.

د خوږیاڼي په خبره تر دا مهاله کوټ کې د افغان ځواکونو په مخامخ او هوايي بریدونو کې څه کم ۲ سوه داعش وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي. تر اوسه داعش ډلې په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام