تېره ورځ وسله والو طالبانو د "عمري" په نوم خپل پسرلني بريدونو د پېل اعلام و کړ او و يې ویل، چې د دوی په دغه جنګي پلان کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې له افغان ځواکونو سره له چریکي جنګونو نيولې تر یرغلیز بریدونو پورې شامل دی.
که څه هم په هماغه ورځ په لغمان ولایت کې پر یوه ښوونځي توغندیز برید شوی و، چې له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي و، خو دغې ډلې نن چهارشنبه(اپرېل۱۳مه) په اثبات ورسوله، چې دوی غواړي خپل پلان ته عملي جامه واغوندي.
خو د افغانستان ختیځ ولایت کونړ څخه را رسېدلي راپورونه بیا وايي، چې په دغه ولایت کې طالبانو خپل بریدونه پېل کړي، خو د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د سختو ځوابي بریدونو سره مخ شوي دي.
راپورونه وايي، چې د تېرې شپې راهیسې د کونړ په دوو سرحدي ولسوالیو، سرکاڼو او مروره کې د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښته د نن ورځې تر ناوخته روانه وه ، چې دواړه خواوې پکې یو- بل ته د مرګ، ژوبلې د اړولو دعوې کوي.
د کونړ والي وحید الله کلیمزي نن ناوخته د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، چې وسله والو طالبانو د سهار له پنځو بجو راهیسې د یاد ولایت پر مروره او سرکاڼو ولسوالیو ډله ییز بریدونه کړي و، چې د حکومتي ځواکونو په ځوابیه بریدونو کې د عمران په نوم دیوه قوماندان په ګډون ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپيان دي.
د نوموړي په وینا، د اکثر وسله والو جسدونه د جګړې په مېدان کې پاتې دي.
والي زیاتوي، په دغو نښتو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسه نور ټپیان شوي دي.
کلیمزي همدا راز وویل، چې دغه جګړه کې د افغان پوځ یو سرتیری وژل شوی او اوه نور ټپیان شوي دي.
له بل پلوه د کونړ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحبیب سېدخیل سلام وطندار ته ویلي، چې وسله والو طالبانو د تېرې ورځې راهیسې د کونړ پر دانګام، غازي اباد، چپې درې،نورګل او ځینو نورو سیمو کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي، چې په خبره یې، حکومتي ځواکونو په شا تمبولي دي.
اخوا له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغو نښتو کې ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي.
په همدې حال کې د کونړ دعامې روغتیا رييس ډاکتر احسان الله فضلي سلام وطندار ته وویل، چې له دغو نښتو څخه روغتون ته ۱۴ ټپیان وروړل شوي دي.
په دغو ټپيانو کې ۹ ملکي او ۵ امنيتي ځواکونه دي.
فضلي زیاتوي، د نورو ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی، خو په وینا يې دوه سیمه ییز پولیس، چې روغتیايي حالت یې نازک و، د ښې درملنې په موخه د ننګرهار مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
همداراز د کونړ له بېلابېلو سیمو څخه ځايي اوسېدونکو سلام وطندار ته ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې وسله والو طالبانو د کونړ په زیاتو ولسوالیو کې پرحکومتي پوستو بریدونه کړي، چې دوی یې اندېښمن کړي دي.
وسله والو طالبانو د الاماره په نوم یوه سایټ کې لیکلي، چې دغه نښتو کې یې حکومت لوري ته درانه تلفات اړولي او زیاته کړې یې ده، چې لا هم د کونړ پر ځینو سیمو د دوی بریدونه روان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د یوې خبري ناستې په ترڅ کې د افغانستان د وسله وال پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم وویل، چې دوی د وسله والو طالبانو د بریدونو له پاره پوره چمتووالی لري او د شفق په نوم ۵ کلن امنیتي پلان له مخې به د افغانستان د زیاتو سیمو وسله وال طالبان پاک کړي.