د کندوز ښاریان، اوس له کثافت دانيو هم وېرېږي

د کندوز ځينې ښاریان له دې وریږي، چې وسله وال طالبان غواړي اوس په کثافت دانيو کې بمونه ځای پر ځای کړي د شپې له خوا د خپلو دوکانونو او کورونو له مخې کثافت دانۍ لرې غورځوي.

د راپورونو له مخې دغه اوسېدونکي نه يواځې دا چې د شپې له خوا يې بیخي خپلو کورونو مخې ته نه پريږدي، بلکې د ورځې په اوږدو کې هم د احتمالي چاودنو له امله له دغو کثافت دانيو د خپلې وسې پورې ځان لرې ساتي.

د دوی دغه کړنې د کندوز ښاروالۍ له پاره هم ستونزې جوړې کړې دي.

د کندوز د ښاروالۍ ریاست وايي، چې د بمونو اېښودلو له ویرې د دوی زیات شمېر کثافت دانۍ ورکې شوې دي او په وينا يې دا د دې لامل شوی، چې په دغه ښار کې چټلي زیاته شي.

د کندوز یو شمیر اوسیدونکي وايي، په کثافت دانیو کې د ماینونو ایښودل د دې لامل شوی، چې اوس ښاروالۍ د شپې له خوا د ښار کثافت دانۍ ټولوي، چې دا کار ښاروالۍ ته په یوه ستره ستونزه بدله شوې.

د کندوز ښار په ډيرو برخو کې کثافت دانۍ ایښودل شوي او  په تېره یوه میاشت کې ۲ ماینونه په همدغو کثافت دانیو کې ځای پر ځای شوي و، چې له چاودنو وروسته يې شپږ کسان ټپيان کړي هم و.

محمد جواد یو تن دوکاندار وايي، چې له کثافت دانیو ډېره ویره لري، ځکه دی له هغه چاودنې په نژدې فاصله کې و، چې په همدغه کثافت دانۍ کې ايښودل شوی و.

عبدالغفور د کندوز یو تن هټېوال وايي، که چېرې کثافت داني د ده دوکان مخ ته ايښودل شوې وي، نو کېدای شي د شپې له خوا څوک په کې بم کېږدي او د ورځې له خوا ورته چاودنه ورکړي.

د کندوز ښاروال نجیب الله عمرخیل وايي، چې هټېوال د خپلو هټیو له مخې د شپې له خوا د دوی کثافات دانۍ لرې غورځوي، نو ځکه خو ښار ناپاک دی.

نوموړي زیاته کړه، اوس مهال د کندوز ښاروالۍ زیات کثافات دانۍ لري او د ښار په هره څنډه کې، چې وغواړي کثافات دانۍ ورته ایښودلای شي، خو دا ستونزه ده ، چې "د شپې له خوا یو شمیر هټیوال کثافات دانۍ لرې کوي او سهار یې موږ بیرته پيداکوو".

د کندوز ښاروال پر وینا مخکې له دې ۳۰۰ کثافات دانۍ د ښار په بېلابېلو برخو کې ایښودل شوې وې، خو اوس نږدې ۱۰۰ کثافات دانۍ پاتې دي.

بل خوا د کندوز امنیه قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، طالبانو له خپلې ماتې وروسته خپل ماینونه د سړک په څنډو او کثافات دانیو کې ځای پرځای کوي.

له دې ټولو سره سره د کندوز ښاروالۍ وایي، چې د ښار پاکونې کارکوونکو کموالي ترڅنګ دغه ښار د ۷۰ زره اوسیدونکو له پاره جوړ شوی، خو اوس مهال۴۰۰ زره کسان په کې اوسیږي.

د ښار په ډيرو برخو کې د کثافات دانیو نشتوالي له امله په ځینو ځایونو کې کثافات د سړکونو پرسر پراته او که چېرې حالت همدغه ډول دوام ولري د ښار اوسېدونکي پر فرهنګ او روغتيايي وضعیت به سخت منفي اغېز ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام