د کندوز امنیې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ وايي، چې د امنیې قوماندانۍ یو افسر او د همدې ولایت یو اوسېدونکی یې په دې تور نیولي، چې وسله والو طالبانو ته یې د امنیتي ځواکونو د بریدونو او د هغوی د شمېر په اطلاعات ورکول.
جنرال محمدقسیم جنګل باغ وايي، د محمد خالد په نوم یو ۲۲کلن ځوان یې هغه مهال د کندوز امنیې قوماندانۍ په دننه کې له یو پولیس سره ګډ ونیول شول، چې د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو په اړه یې اطلاعات راټولول.
نوموړي د معلوماتو له مخې نیول شوي کس یو ځل د امنیې قوماندانۍ په ودانۍ کې شپه هم کړې وه او هوډ یې درلود، چې خپل باور زیات کړي او امنیې قوماندانۍ ته ځانمرګي بریدګر او چاودېدونکي توکي دننه کړي.
د امنیې قوماندان جنرال جنګل باغ وايي، چې نیول شوی کس یو موټر چلونکی دی او د کندوز "کنم" کلي اوسېدونکی دی.
په همدې اړه د کندوز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي وايي، چې نیول شوي کس طالبان د افغان امنیتي ځواکونو له عملیاتو او پلانونو خبرول.
امرالدین ولي وايي، دا د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د نفوذي کسانو یوه بیلګه یادولی شو.
د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي زیاتوي، چې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو او خوځښتونو د وسله والو طالبانو خبرېدل د پوښتنې وړ دي او باید د امنیتي ځواکونو لیکې له شکمنو او د ترهګرو له نفوذي خلکو پاکې شي.
په ورته وخت کې د کندوز د والی ویاند سید محمود دانش د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ترهګرو د نفوذي کسانو موجودیت ردوي او وايي، چې له ترهګرو سره د تړولو خلکو د ګومارنۍ د مخنیوي له پاره یې د جلب او جذب مرکزونو مسوولینو، امنيې قوماندانۍ، د ملي امنیت منسوبینو، اوپراتیفي مسوولینو او نورو ارګانونو ته یې هدایت ورکړی، چې خپلو چارو کې جدي ووسي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو اونۍ مخکې د بغلان ولایت له پاره د طالبانو استخباراتي مسوول د میدان وردګو د امنیې قوماندان په رنجر موټر کې له دوه پولیسو سره هغه مهال ونیول شو، چې د درمنلې له پاره کابل ته لېږدول کېده.