د کندوز د برېښنا ریاست وايي، چې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د لس ورځنۍ نښتې په پایله کې د دغه ریاست یو انبار سوځېدلی دی.
د دې ریاست رییس حمیدالله سلام وطندار ته وویل، چې په دې انبار کې ۶۴ کوچني او ستر ټرانسفرمرونه، ۵۳ بستې کېبل او د ۲۰ کیلو ولټي برېښنا پروژو سیمونه سوځېدلي چې پر وینا يي، دغه تجهیزات د کندوز ښار ۱۹ زره کورنیو ته برېښنا رسولو له پاره په پام کې نیول شوې وه.
د کندوز د برېښنا رییس زیاتوي، چې له طالبانو نه د کندوز ښار پاکولو یوه اونۍ وروسته، د دغه ښار اوسېدونکیو ته د برېښنا رسولو بهیر فعال شو؛ خو د دغه ریاست انبار کې د تجهیزاتو سوځېدلو له امله ۱۹ زرو کورنیو ته د برېښنا رسولو بهیر ځنډول شوی.
دغه راز، د کندوز یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په جګړه کې ښکېلو لورو د څو ورځنۍ جګړې پر مهال عامه ودانیو او د برېښنا نظام ته هېڅ پام ونه کړ او زیانمن يي کړل.
د کندوز ښار دوه تنه اوسېدونکي جبار خان او مجیب الله سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د جګړه پر وخت د برېښنا پر پایو باندې بې حسابه توغندي او مرمۍ ولګېدلې، چې ډېر زیان ور واوښت او شاوخوا غځېدلي مزي یې پرې کړل.
دوی د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې په جګړه کې هغوی ارزښتونو او شیانو ته پام وکړي، چې دوی ته زیان ونه اړوي. د دوی مطلب برېښنا، روغتون او ښوونځي دي.
هره ورځ له تاجکستانه څه باندې ۱۹ میګا واټه برېښنا کندوز ته واردېږي؛ خو د دغه ولایت د برېښنا ریاست مسوولان وايي، چې په څو ورځنۍ جګړه کې د اقتصادي زیان ترڅنګ، یو شمېر زورواکانو، پوځي او ملکي ادارو د برېښنا شاوخوا ۲۰۰ میلیونه افغانۍ هم نه دي ورکړي.