سرچینه زیاتوي، چې کرکټ بورډ تر اوسه پخواني کپتان محمد نبي عیسی خیل، پخوانی مرستیال کپتان جاوید احمدي، نسیم بړیڅ، رحمت شاه زرمتي، دولت ځدران، راشد ارمان او نواز خان ته د عربي اماراتو ویزې نه دي ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ۱۲ کسیزه ډله چې ورسره ۲ احتیاطي لوبغاړي عبید کنړی او ناصرجمال احمدزې هم ملګري دي عربي اماراتو ته رسیدلي ده او د عمان خلاف یې یوه تمریني درې ورځنۍ لوبه هم ترسره کړه.
دا لومړې ځل نه دی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي د عربي اماراتو د ویزې ستونزو سره مخ کیږي.
ویل کیږي، چې د څه وخت راهیسې پخوانی کپتان نوروزمنګل او تیزبالر شاپورځدران هم د نامعلومه دلایلو له کبله د عربي اماراتو د ملي امنیت په تور لیست کې دي او دغه هیواد ته سفرنه شي کولی.
د واړه لوبغاړي وړاندې هم د عربي اماراتو د ویزو د ستونزو له کبله له سفرڅخه پاتي شویدي او دا ځل یې په ملي لوبډله کې دنه شاملیدو لامل د ویزو ستونزې ګنګوسې ده خو کرکټ بورډ د ملي لوبډلې څخه ددواړو په کینولو څه ندي ویلي.
د افغانستان کرکټ بورډ اوسني مشر نسیم الله دانش او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي څو میاشتې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین حکمت خلیل کرزي سره هم ناسته درلوده، چې د حل کولو ژمنه یې ترلاسه کړی وه، خو د پخوانیو ستونزو سره سره د ملي لوبډلې نورو ۷ لوبغاړو له پاره د عربي اماراتو د ویزو ستونزې د افغانستان کرکټ بورډ د بیکاره مدیریت څخه پرده پورته کړه.