د کال نیم میلیون فیلیپینۍ مېرمنې خپل جنین لېرې کوي

سره له دې چې فیلیپين هېواد د مېرمنو اومیندوارۍ په قانون کې د پام وړ کار کړی دی او د جنین لېرې کول او ضایع کول یې ناقانونه او منع اعلان کړي دي؛ لا هم فیلیپینۍ مېرمنې د تمې خلاف حمل اخلي؛ بیا زیاتره دغه مېرمنې چې جنین لېرې کوي کم عره نجونې دي.

په فیلیپیني ټولنه کې د جنین لېرې کول یو ناقانونه او د شرم چاره ګڼل کېږي نو له همدې کبله دغه مېرمنې د خپل جنین د لېرې کولو له‌پاره له ناقانونو لارو چارو استفاده کوي؛ چې زیاتره وخت په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

د فیلیپين مرکزي روغتون میموریل یوه ډاکتره جوزفبلیا وايي په هرو دولسو د قیقو کې یو ماشوم نړۍ ته راځي چې د دغو ماشومانو د زیاترو میندو عمرونه له ۱۳ تر ۱۸ کلونو پورې دي.

د مېرمن جوزفبلیا په خبره، زیاتره هغه میندې چې د خپل جنین د لېرې کولو له‌پاره ورغتون ته ورځي ۱۳ کلنې دي چې تراوسه یې د خپل ماشومتوب دوره تېره کړې نه ده. ډاکتره جوزفبلیا زیاتوي، د کال نیم میلیون فیلیپینۍ مېرمنې په ناقانونه ډول خپل جنین لېرې کوي.

فیلیپین یوازېنی اسیايي کاتولیک مېشته هېواد دی چې په وروستیو دوو کلونو کې تر ټولو زیاتې کم عمره نجونې په کې اومیندوارې کېږي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

په دې وروستیو کې فیلیپیني چارواکیو د زېږون کموالي په موخه د اومیندوارېدو مخینوي په موخه یې مبارزه پیل کړې او پلان لري چې د زېږون کچه راکمه کړي؛ خو د زېږون شمېرې لا هم د زیاتېدو په حال دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام