د کابل پوهنتون د زدهکړیالانو اتحادیې مسوولان وايي، د غوره زدهکړیال دویمې نمانځغوندې پروګرام کې تر ۳۰۰ تنو ګډون کړی و، له دې شمېره یوازې ۱۰ تنو زدهکړیالانو وروستۍ مرحلې ته لاره پیداکړه.
د دغې نمانځغونډې پربنست هغه زدهکړیالان چې غوره طرحې لري، خپلې طرحې وړاندې کوي او دا طرحې د پوهنتون استادانو، ځېنو وزارتونو او خپلواکو ریاستونو لهخوا څېړل کېږي.
صالحه هدایت او ارزو علیزۍ چې یوکال او ۶ میاشتې یې په ګډه د «پوهنتون مدیریت سیستم» ترسرلیک لاندې طرحې کار کړی دی؛ د غوره زدهکړیالانو لومړي مقام ګټونکې شوې.
د مخابراتو پخواني وزیر عبدالرزاق وویل، د غوره زدهکړیالانو دغه طرحې د دې وړ دي چې دولتي بنسټونو او وزارتونو د رهبرۍ په سطحه کې مطرح شي او ترې ګټنه وشي؛ دا هم شونې ده دا طرحې د کابینې او وزیرانو شورا په اجنډا کې وړاندې شي.
د غوره زدهکړیالانو ګټونکیو ته د یو خصوصي شرکت لهخوا درې پایې کمپیوټر ډالۍ ورکړل شول او ترڅنګ یې د بېلابېلو پوهنځیو ۲۱ تنه زدهکړیالان چې د نومرو لوړه سلنه یې درلوده هم وستایل شول.