د ولسي جرګې غړي صادق قادري نن د جرګې په غونډه کې وویل چې د کابل په سروبي ولسوالي کې ۴۰ کسان پر کورونا د اخته کېدو له کبله مړه شوي او په وینا یې، د مړو شویو کسانو نوملړ هم لري.
هغه د کابل په شپېته کیلومترۍ کې د یادو څلوېښتو کسانو د شکمنې مړینې د څېړلو غوښتنه وکړه.
نوموړي پر عامې روغتیا وزارت او حکومت تور پورې کړ چې د کورونا پر وړاندې مبارزې لپاره کړنلاره نه لري.
د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د لسګونو کسانو د شکمنو مړینو څېړلو لپاره یې یو پلاوی سروبي ولسوالي ته لېږلی دی.
نوموړي وویل چې نن یې په یادې ولسوالي کې د ویروس خپرېدو مخنیوي او د روغتونونو د وضعیت ارزولو لپاره هم پلاوی لېږلی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن سهار په هېواد کې د ۷۰ تازه مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ. تر اوسه ۷۸۴ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵ هغو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.