د کندوز ولایت ښځې په تېرو ۱۴ کلونو کې د افغانستان د رسنيو په برخه کې فعاله ونډه درلوده.
په رسنيزو کارونو کې د کندوز ولایت د ښځو ځانګړې لېوالتيا کندوز ښار ته د افغانستان په لویو ښارونو کې خاص ځای ورکړی و.
خو د وسله والو طالبانو له لوري پر دغه ولایت ډله ییز برید او د دوی لاس ته يې سقوط د کندوز ښار څېرې ته په ټولیز ډول بدلون ورکړ.
وسله والو طالبانو هلته ټول روغتونونه، بانکونه، بهرني او داخلي موسسو او نور مهم دولتي ځايونه چور او له منځه يې يوړ.
ناورین هغه مهال رامنځ ته شو، چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې پر ځينو ښځو او ماشومانو جنسي تېری وکړ او ځينې نور ښاريان يې سخت شکنجه کړل.
د طالبانو له لوري په تېرو درېيو ورځو اشغال کې د کندوز ځينې خبريالان یا شکنجه او یا هم له ښاره تښتېدو ته اړ شول.
خو له دې سره سره ځينې د رسنيو ښځينه استازې پاتې شوې او په کندوز کې يې د طالبانو بې رحمۍ او ظلمونه په خپلو سترګو وکتل.
په دې اړه سلام وطندار د ځينو کندوزي مېرمنو سره خبرې کړي او د دغه ولایت له جنګ څخه يې معلومات ترې اخیستي.
د "کېهان او شایسته" راډيوګانو مسووله مېرمن زرغون حسن وايي، چې د وسله والو طالبانو له لوري دواړو راډيوګانو ته په بشپړه توګه صدمه ورسېده او ټول تجهیزات يې د طالبانو له لوري لوټل شوي.
مېرمن حسن وايي، چې وسله والو طالبانو وروسته له هغه، چې د دغو راډيو ګانو دفترونو ته ننوتلي، نو د دفتر ټول اسناد او مدارکو ته يې هم اور ورته کړی.
ملالۍ یوسفي، چې په دغه ښار کې د څراغ سیمه ییزې راډیو مشره ده وايي، چې طالبانو یې د دفتر ټول وسایل چور کړي او پر کومو وسایلو یې چې زور نه رسېد؛ هغه یې وسوځول.
د یوسفي پر وینا، د طالبانو له خوا د درې ورځو له پاره د کندوز د نیولو په موده کې ډېرې ښځې په ډزو ووژل شوې او ډېرې کورنۍ د په زېرزمینو کې په سختو حالاتو کې شپې ورځې تېروي.
همدارنګه د څو تنو نورو رسنوالو کورنۍ چې د کندوز ښار په جنګي وضعیت کې ژوند کوي؛ له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې طالبان له ځان سره د یو شمېر خبریالان، مدني فعالان، مذهبي مشرانو او سیاسي فعالانو لېستونه لري، چې تر اوسه یې یو شمېر وژلي او یو شمېر یې د نظر لاندې نیولې دي.
د دوی په خبره، له اختر نه دوه ورځې وړاندې یو شمېر مدني فعالانو د کندوز له پخواني والي عمر ساپي سره د کندوز د ناامنه حالت په اړه اندېښنې شریکې کړې وې، خو هغه یې اندېښنې بې ځایه ګڼلې وې.
د کندوز ښار د یوې راډیو مشره چې د وېرې له امله د خپل نوم له اخیستلو ډډه کوي، وايي، چې په ډېرو ستونزو یې د نښتې له سیمې ځان رویستی. هغه وايي، چې کورني یې په ډېر بد حالت کې ده او له څو ورځو راهیسې یې خواړه نه دي خوړلي.
د کندوز ښځینه خبریالانې وايي، چې همدا اوس په دغه ښار کې یوه راډیوي هم فعالیت نه لري او ټولې راډیوګانې د طالبان له خوا وریجاړې شوې دي. په اوس وخت کې د کندوز ښار خبریالانې په دغه ښار کې د دواړو خواوو د نښتو په منځ کې رایسارې دي. یو شمېر یې بیا له کندوز سره نېږدې ولایتونو ته کډه شوې دي او په ډېر خراب حالت کې ژوند کوي.