د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، په روان لمریز کال کې له دې وزارت سره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷ زره او ۴۱ قضيې ثبت شوي چې له دې ډلې ۵۱ يې جدي دي.
د دې وزارت مسلکي او د پالیسۍ مرستيالې سپوژمۍ وردک په هېواد کې د ښځو له وضعیته په اندېښنې سره وویل، له دې وزارت سره د ثبت شویو ۷ زره او ۴۱ قضیو له ډلې ۴ زره او ۱۰ قضیو ته رسېدنه شوې ده.
نوموړې زياته کړه، د ۲۰۳۰ نورو قضیو عاملان چې قتل، وهل ډبول او د ښځو معلول کېدل په کې شامل دي، عدلي او قضایي بنسټونو ته ور پېژندل شوي دي.
د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، ناامني او پرانيستې سرحدي پولې هغه ننګونې دي چې دوی نهشي کولای د تاوتریخوالي عاملان ونيسي.
د نوموړې په وينا، له ښځو سره د تاوتریخوالي ډېری عاملان له طالبانو سره یوځای کېږي.
د افغان ښځو شبکې هم نن په یوه غونډه کې د هېواد له عدلي او قضایي بنسټونو وغوښتل چې له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملان محاکمه کړي.
د ښځو چارو وزارت چارواکي، بېوزلي، روانه جګړه، بېسوادي، د زور ودونه او د نرواکۍ حاکم فرهنګ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه په ګوته کوي.
د دوی په وينا، بلخ، کابل، غور، سرپل، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بامیان، تخار او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې د تاوتریخوالي ډېرې قضيې په کې ثبت شوې دي.