د ښځو ظاهري بڼې ستاینه؛ درې میاشتې بند

په «کاري چاپېریال کې د ښځو ځورونې مخنیوي قانون» پربنسټ له دې وروسته د ښځو جامو، څېرې، وزن او ظاهري بڼې په اړه نظر څرګندول او ستاینه جرم دی. د دې قانون پربنسټ هغه کسان چې په دفتري او کاري چاپېریال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي او زورزیاتې ډک چلند کوي تر ۲۰ زرو افغانیو نغدي جریمه کېږي او د جرم شدت په صورت کې په درېیو میاشتو بند محکومېږي.
د ښځو چارو وزارت پالیسۍ او سیاسي معینې سپوږمۍ وردک نن ورځ په کابل کې د دغه نوی قانون (کاري چاپېریال کې د ښځو ځورونې مخنیوي قانون) توشیح په مناسبت جوړیو شویو مراسمو کې وویل، چې په کاري چاپېریال کې د ښځو ظاهري بڼې په اړه نظر ورکول چې اړه یې ښځه شکایت وکړي جرم شمېرل کېږي.

د مېرمن وردک په وینا، د دې قانون توشیح موخه د ښځو ځورونې مخنیوی، د قرباني شویو مېرمنو ملاتړ، ښوونې او روزنې او د روغتیا مناسبې فضا رامنځته کول دي.

ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یو سلاکار رضا میثم غونډې ته وویل دغه وزارت د ښځو ځورونې مخنیوي له‌پاره تل پروګرامونه جوړ کړي دي.

د ښاغلي میثم په وینا، د اطلاعاتو اوکلتور وزارت د خپرونو ریاست او خپرونو معنیت تل هڅه کوي د هغو پروګرامونو خپرولو مخه ونیسي چې له ښځو سره تاوتریخوالی ترویجوي.

د ښځو چارو وزارت مسوولان له ټولو وزارتونو او دولتي ادارو غواړي د دې قانون په تطبیق کې له دوی سره مرسته وکړي. دغه قانون شاوخوا درې میاشتې وړاندې په درېیو څپرکیو او ۲۹ مادو کې تصویب او توشیح شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام