د ژمي په راسېدو کابل ښار کې د لیلامي جامو بازار ښه تود وي.
د لیلامي مارکېټ کې د کور له سامانه تر جامو پورې هر څه پیدا کېږي.
د لیلامي بازار په تنګو کوڅو کې له یوې خوا ډېر لیلامي توکي او له بله پلوه د خلکو ګڼه ـ ګوڼه د انسان تنفس تنګوي.
د بوش په نوم بازار کې هغه د چا خبره د مرغۍ له شېدو تر هر څه پیدا کېږي. د بازار په وروستۍ برخه کې شیک او ارزانه لیلامي مالونه شته.
د بوشبازار لیلامي پلورونکو وکیل قاسم برحق وایي، پهدې بازار کې د دویم لاس توکیو ۵۰۰ هټۍ شته او هره ورځ د هر پاړکي خلک دې بازار ته ورځي.
د ښاغلي برحق په وینا، شتمن او بېوزلان دلته خپل اړتیایي توکي رانیسي.
بوشبازار کې ګران بیه لیلامي توکي هم پلورل کېږي.
سرور نومی وایي، د ځېنو توکیو د ښه کیفیت په پار تل بوش باراز ته ورځي.
دی زیاتوي، لیلامي جامې ارزانه او ښې ګنډل شوېوي.
پامیر سینما ته څېرمه هم لیلامي پلورل کېږي، هره ورځ سلګونه کسان ورځي او په ټیټه بیه کورونو ته ډک لاسونه ستنېږي.
عباس لیلامي جامې پلوري او نارې وهي، جاکټونه په ۲۰ افغانۍ.
عباس له څلورو کالو راهیسې دې ځای کې تر ډېره کوریایي لیلامي جامې پلوري. د ده په خبره، د دوی مالونه باکیفیته وي؛ ځکه خو د عامو بېوزلانو ترڅنګ شتمن خلک هم ورځي.
بيبيګل له خپلو بچیانو سره پامیر سینما ته د تودو جامو رانیولو له پاره تللې. هغه وایي، بچیانو ته له مغازو د جامو رانیولو توان نهلري، ځکه خو په لیلامیو کې باکیفیته لباسونه رانیسي.
چنداول، پامیر سینما، بوشبازار، دهنباغ او میرویس میدان هغه ځایونه دي چې لیلامي جامې پهکې پیدا کېږي.