د ژغورنې ایتلاف: که قیصاري ازاد نه‌شي ټاکنې تحریموو

«د افغانستان ژوغورنې ایتلاف» رهبرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له مرکزي حکومته غوښتي چې د فاریاب د قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان او د دې ولایت د ولسي پاڅونوالو قوماندان نظام‌الدین قیصاري دې ژر تر ژره راخوشې کړي.
په‌دې خبرپاڼې کې راغلي، که قوماندان قیصاري ازاد نه‌شي؛ د ژغورنې ایتلاف به په ټولو ولایتونو کې مدني فعالیتونه پيل کړي او راروانې ټاکنې به چې له اوسه له ستونزو سره مخ دي، تحریم کړي. 
له‌دې سره هم‌مهاله په فاریاب کې د ملي جنبش ګوند غړیو د قیصاري د ازادولو په پار لاریونونه پیل کړي‌دي.
یو معترض محمدنعیم سلام‌وطندار ته وویل، قیصاري پرته له کوم امتیازه له طالبانو سره جنګېد او که راخوشې نه‌شي؛ خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړی عبدالباقي هاشمي وايي، د قیصاري له کسانو سره په اړیکه کې دی او هغوی ویلي، که‌چېرې قوماندان قیصاري ژر تر ژره راخوشې نه‌شي؛ له ۵۰ ډېرې پوستې به طالبانو ته وسپاري. 
د قیصاري یو قوماندان حشمت‌الله وایي، چې قیصاري په فاریاب کې د طالبانو پر ضد نږدې ۸زره ولسي پاڅونوال رهبري کوي او د هغه له نه راخوشې کېدلو سره به ټول کلي طالبان ونیسي. 
هاخوا بیا د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش سلام‌وطندار ته وویل چې د هېواد په شمال کې په کافي اندازه امنیتي ځواکونه موجود دي او خلکو هم ورنه ملاتړ اعلان کړی. په‌دې ډول به د قیصاري ستونزه ډېر ژر حل شي. 
نظام‌الدین قیصاري پرون په میمنې ښار کې په یوې رسمي پوځې غونډې کې له ګډون وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو او کابل ته ولېږدول شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام