د چین او هندوستان ترمنځ د ۲۲ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۶ تړونونه لاسلیک شول.
په بیجنګ کې د هندوستان سفارت له خوا په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي چین ته په ۳ ورځني سفر کې د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکیو سره ولیدل او د ۲۲ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت یې ۲۶ تړونونه لاسلیک کړل.
په بیجنګ کې د هندوستان د سفارت یو چارواکي وویل، چې دغه تړونونه د وړتیاوو د لوړولو، د بندرونو د جوړولو، د لوژيستیکي مالیې د منظمولو، د صنعتي پارکونو او رسنیزو کارونو د ښه کولو په برخو کې لاسلیک شوي دي.
د هندوستان لومړي وزیر په یوه ناسته کې چینايي سوداګرو او د کمپنیو څښتنانو سره ملاقات وکړ او له هغوی نه یې په هندوستان کې د پانګې اچونې پوره ډاډ تر لاسه کړ.
په ورته وخت کې نریندرا مودي چینايي سوداګرو ته په اشارې سره وویل: "تاسو د نړۍ د ستر مارکېټ ترڅنګ، د نړۍ ستر سوداګریز مرکز یا دفتر یاست."
ده چینايي پانګه اچوونکیو ته په خبرو کې وویل، چې تاسو د هارډویرونو د تولیدولو ماهرین یاست او د سافټ ویرونو د تولیدولو ماهرین یو.
لومړي وزیر مودي دا هم وویل، چې په هندوستان کې د سوداګرۍ په برخه کې په پرلپسې ډول هڅه روانې دي، چې د ماليې په برخه کې شفافوالی رامنځته شي.
د یادولو ده، چې په تېر کال کې هم د چین ولسمشر جن پنګ او هندوستان تر منځ د ۵ کلونو لپاره د ۲۰ میلیاردو امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک شوي وو، خو تر اوسه یې کارونه په ډېر سست ډول مخ ته تللي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې چين تېره میاشت د دغې پروژې له دوه چندې څخه زياته یعنی ۴۶ ميلیارډو ډالرو په ارزښت يوه پروژه د هندوستان اقتصادي او سياسي سرسخته رقیب پاکستان سره هم لاسلیک کړ.
د یاد هېواد ولسمشر هغه مهال وویل، چې دغه پېسې به د چين او پاکستان ترمنځ پر یو اقتصادي دهليز مصرف شي.