د پکتیا ځايي چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډلهییز بریدونه کړي دي او ورته وخت کې امنیتي ځواکونو د زرمت ولسوالۍ بېلابېلو سیمو د طالبانو خلاف عملیات کړي دي چې په پایله کې یې په دواړو ولسوالیو کې ۸۵ طالبان وژل شوي دي.
د پکتیا امنیې قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم سلاموطندار ته وویل، د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو او د عامه نظم پر کنډک د طالبانو په برید کې په مخامخ جګړه او هوايي بمبار کې ۵۵ طالبان وژل شوي دي او ګڼ نور ټپيان دي. نوموړی وايي، د طالبانو پر ډلهییز برید ۳ ځلې هوايي بمبار ترسره شو.
تبسم سلاموطندار ته وویل، په دې جګړه کې ۴ د عامه نظم پولیس وژل شوي دي او ۷ تنه نور یې ټپيان دي.
د سيمې یو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وویل په دې جګړه کې ۴ سرتېري وژل شوي دي او ۸ نور ټپيان دي او دغهراز ۱۷ طالبان یې هم لیدلي چې وژل شوي دي.
دغهراز د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت سلاموطندار ته وویل د زرمت ولسوالۍ په شموزي، پاټک، هیبت خېلو او یمني خېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو کې ۳۰ طالبان وژل شوي دي او ځېنې یې ټپيان دي چې کره شمېره یې معلومه نه ده. حسرت وايي، په دې بریدونو کې ایوب مشهور په کرامت د زرمت پخوانی ولسوال او د موسی په نومونو دوه طالب قوماندانان هم وژل شوي دي.
خو د پکتيا ولايتي شورا ریيس عبدالمالک ځاځي سلاموطندار ته وويل چې د احمدابا په مچلغو سيمه کې په جګړه کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.