پکتيا کې ځېنې بنديان د چارواکیو له توپيري چلنده شکايت کوي او د پيسو په اخېستلو یې تورنوي.
بنديان د پيسو اندازه نه په ډاګه کوي.
دغو بنديانو د نوم نه ښودلو په شرط سلام وطندار سره په خبرو کې د زندان د بلاک قوماندان اجمل او مدير افنديګل په توپيري چلند تورن کړل.
دوی وايي، په زندان کې بنديانو ته ورکول کېدونکې خوراکو د دوی لهپاره بسنه نهکوي او غوښتنه کوي چې پهدې برخه کې اړوندې ادارې جدي څارنه وکړي.
بنديانو له ياد زندانه د ټليفون له سلام وطندار سره يادې ستونزې شريکې کړي.
د دوی په وینا، که یې د ډوډۍ د کموالي په اړه شکایت وکړ؛ د قوماندان په امر جزایي بلاک ته لېږدول کېږي.
د پکتيا زندان مسوولان يادې ادعاوې ردوي او وايي چې د کروانې ډوډۍ په اړه دوی د څار ځانګړې ډله لري او وخت پر وخت يې څارنه کوي.
د دې زندان عمومي مدير مل پاسوال افنديګل سلام وطندار ته وويل چې دوی په هره برخه کې استخبارات لري او که څوک پهدې اړه مستند اسناد ولري؛ په ډاډه زړه یې له دوی سره شریکولی شي. نوموړي په زندان کې له بنديانو څخه د بډې اخيستل ردوي او وايي، که څوک چا په پيسو لیدلی وي او ثبوت وړاندې کړي؛ دی یې عدلي ارګانونو ته معرفي کولی شي.
د پکتيا د ولايتي شورا مشر عبدالمالک ځاځی وايي، د دې ستونزو په اړه به له بنديانو سره له نږدې وګوري او د ستونزې اصلي ریښه به پيدا کړي.
د پکتیا په زندان کې د بېلوبېلو ولايتونو شاوخوا ۴ سوه بنديان د بند شپې او ورځې تېروي.