د ترکيې پولیسو د یو لړعملياتو په ترڅ کې له قاچاقچیانو څخه د هسپانیوي نقاش پابلو پيکاسو یو مشهور هنري اثر پيدا کړ.
د ترکيې اناتولي خبري اژانس راپور راکوي، چې د تېرې جمعې په ورځ د پوځي عملياتو په ترڅ کې یو سوداګر او د هنري اثارو یو دلال نيولی هم نیولی.
دغو دووغوښتل، چې د پيکاسو هنري اثر، چې " ښځه د خپلو ويښتان سینګار کولو " په نوم یاديږي، په ۸ ميليونو ډالرو معامله کړي.
د معلوماتو پر بنسټ یاد تابلو په ۱۹۴۰ م ز کال کې د یو امريکايي کلکسیون لرونکي څخه غلا شوی وو.
د اناتولي خبري اژانس د ترکيې د مقاماتو له خولې خبر را کوي، چې دغه تابلو د ترکيې پولیسو د خپل هېواد ښکلي هنرونو پوهنتون ته استولې ده.
پابلو پيکاسو (۱۸۸۱ـ۱۹۷۳) کلونو کې سرامیککار، مجسمه ساز، لیکوال، شاعر او نابغه هسپانيوي وو.
د هغه پلار هم نقاش وو، پیکاسو خپل د ماشومتوب دوران يې په يو معمولي کورنۍ کې تېر کړی؛ خو وروسته له ده، چې د ده تابلوګانو شهرت پېدا کړ، نو د یوې روسۍ سره يې د ګډ ژوند تېرولو پريکړه وکړه.
د پابلو پیکاسو د هنري اثارو شمېر ۱۳۵۰۰ ته رسيږي.
ده په خپلو زیاتو تابلو ګانو کې د "کوبیسم" له سبک څخه کار اخیستی او په دغه سبک يې تابلوګانې ډېر قيمتي هم دي.
د هغه له اثارو یو په ۲۰۰۴م ز کال کې ۱۰۴ میلیونه ډالره خرڅ شو.