د پوځي عملیاتو شدت، د روزګانیانو غوښتنه

د روزګان ولایت په لسګونه اوسیدونکي له افغان امنیتي چارواکو غواړي، چې په دغه ولایت کې دې خپلو پوځي عملیاتو ته شدت ورکړي.

دغو کسانو، چې د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ کې سره ټول شوي و خبرداری ورکړ، چې که يې امنیتي چارواکي غږ وا نه وري، نو خپلو سوله ییزو لاریونونو ته به دوام ورکړي.

د راپورونو له مخې، لاریون کوونکي د مرکز ترینکوټ او یو شمیر ولسوالیو هغه اوسېدونکي دي، چې د وروستیو جګړو له امله سخت ځپل شوي دي.

 د روزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن پنجشنبه (اکټوبر۲۰مه) سلام وطندار ته وویل، چې د یاد ولایت مرکز خلک سخت په تکلیف او له خپلو مېنو بهر په جګړه ییز حالت کې ژوند کوي.

د لاریون کوونکو په استازیتوب حاجي عبدالله خبریالانو ته وویل، لومړۍ غوښتنه يې داده، چې په سوله ییز ډول خپلو کورونو ته ستانه شي او ژوند له سره پيل کړي.

دده په قول، اوس يې ژوند خورا سخت دی او د کورنۍ غړي يې په کنډوالو کې ژوند کوي.

د روزګان د والي ویاند وايي، سیمه ییز چارواکي د مرکز د لارښوونې سره سم نن دویمه ورځ ده، چې سخت چاڼیز پوځي عملیات يې پيل کړي دي.

نایاب وايي، چې دغه عملیات يې ښه پایله لرلی شي او په راتلونکې اوونۍ کي به زیاتې سیمې د وسله والو له شتون څخه پاکې او اکثره روزګانیان به خپلو سیمو ته بېرته وګرځي.

هغه وسله والو مخالفینو ته د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.

د ویلو ده، چې اوس هم د روزګان ولایت د مرکز په څنډو کې وسله وال طالبان فعال حضور لري او وخت ناوخت پر افغان امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه هم کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام