د پنجشېر او پروان له امنیتي ځواکونو سره د ناټو د روغتیايي کڅوړو مرسته

د ناټو سازمان ویلي چې د کورونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د افغان امنیتي ادارو او ځواکونو ملاتړ کوي.

د ناټو په خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه لیکل شوي چې دغه سازمان د کورونا پر وړاندې د مبارزې او د افغانانو د خوندي ساتلو له کبله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو ستاینه او د دی ملاتړ کوي.

ناټو تازه د پروان او پنجشېر ولایتونو له امنیتي ځواکونو سره د ماسکونو، دست‌کشو او د مېکروب ضد توکیو مرسته کړې ده. د ناټو د خبرپاڼه له مخې، په دغې روغتیايي کڅوړه کې ۷ زره ماسکونه، ۸ زره جوړې دست‌کشې او یوه اندازه د مېکروب ضد توکي شامل دي.

د ناټو عمومي منشي ینس‌‌سټولټنبرګ تر دې مخکې ویلي و چې له خپلو افغان همکارانو سره یې په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره لازم تدابیر نیولي دي. دغه سازمان تر دې وړاندې د نورستان له پولیسو سره د ځینو روغتیايي توکیو مرسته کړې وه.

نوموړي په یوه انلاین خبري غونډه کې خبریالان ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو یوشمېر ځواکونه هم پر کورونا اخته شي چې دغه سازمان له یاد هېواده را اېستلي او یوشمېر نور یې هم کورنټین کړي دي.

سټولټنبرګ دغه راز ویلي، ناټو به نه یوازې افغان ځواکونو ته د کورونا ویروس پر وړاندې د خوندیتوب لومړني امکانات ولېږي، بلکې هغوی ته د روزنې او مشورې په برخه کې هم ځان مسوول بولي.

هغه ټینګار وکړ چې د ناټو ځواکونه د افغان ځواکونو د ملاتړ په برخه کې په بشپړ ډول پر خپلو ژمنو ولاړ دي او همدا لامل دی چې د خلکو د ساتنې او سولې ته د رسېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ناټو دغه راز په هلمند او نیمروز کې هم له افغان امنیتي ځواکونو سره د لومړنیو روغتیايي امکاناتو مرسته کړې وه. په دغې کڅوړه کې ۱۳ زره ماسکونه، د خوندیتوب زر جوړې جامې، د مینځلو او مېکروب ضد توکي شامل وو.

تر اوسه په هېواد کې ۱۴۶۳ کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴۳ هغه مړه شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام