د پروان په روغتونونو کې د «لېوني سپي» د واکسین نشت او پېر او پلور

د پروان ولايت یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د لېوني سپي واکسین په دولتي روغتیایي مرکزونو  کې په وړیا توګه پيچکاري کېږي؛ خو د پروان د عامې روغتیا ریاست کې یوازې واسطه لرونکي کسان له دې واکسینه ګټه اخلي.

۱۳کلن دانش د ښوونځي زده‌کوونکی دی چې د مرغومې میاشتې په ۱۶مه نېټه د چاریکارو ښار اړوند سیمه کې کله یې چې په کوڅه کې لوبې کولې یوه مشکوک سپي په پښه وداړه.

دانش وروسته تر دې چې د واکسین شعبې د مسوولانو له لوري رد ځواب تر لاسه کوي، د عامې روغتیا رياست ته ورځي او کله یې چې ورور خپل ځان سید حسین سیر ته ور پېژني، یوه پرزه تر لاسه کوي او په پرزه کې د واکسین شعبې مسوولانو ته لارښوونه کېږي چې نوموړی واکسین کړي، خو دا لارښوونه هم کار نه ورکوي.

دانش وايي، اړ شو چې د پيسو په بدل کې له خصوصي روغتونون نه واکسین واخلي.

د پروان ولایت د مدني ټولنې د بنسټونو مسوول محمد شفیع مشفق وايي، د چاریکارو ښاروالۍ د لېونیو او لنډغرو سپیو د راټولولو، د کرنې ریاست د کورنیو سپیو د درملنې او د عامې روغتیا ریاست د هغو کسانو د درملنې لپاره چې سپیو داړلي وي، خپل مسوولیتونه په سمه توګه نه تر سره کوي.

د ياد ولايت عامې روغتیا ریاست کې د ساري ناروغیو د کنټرول امر سید حسین سیر وايي، ۱۳۹۸ کال کې د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د کنټرول ریاست د پروان د عامې روغتیا ریاست لپاره، د ليوني سپي ۳۶۰ ویال واکسینونه استولي او ترڅنګ یې د عامې روغتیا ریاست ۱۳۹۸ کال کې په خپله شخصي بودیجه ۴۰۰ ویال واکسین د ولایتي تدارکاتو پروسې له لارې اخیستي دي.

که څه هم ۱۳۹۸ مالي کال د قوس میاشتې په وروستۍ پای ته ورسېده؛ خو سیر د جدي میاشتې په ۱۷مه چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې شاملېږي، د ۱۳۹۸ کال د ځانګړو شويو ۴ سوه ویال واکسین د نه ترلاسه کولو خبر ورکوي او وايي، ټاکل شوې دغه واکسین ډېر ژر د قرارداديانو له لوري هغوی ته ورکړل شي.

په همدې حال کې د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د فارمسي برخه ضد او نقیص اطلاعات وړاندې کوي.

د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د فارمسي برخې مسوول فضل الرب بهروز وايي، د ۱۳۹۸ مالي کال اوومه میاشت کې د دغه بنسټ د درملو په ډله کې چې د ولایت د تداراکاتو له لارې اخیستل شوي، د لېوني سپي واکسین هم په کې وو.

د ياد ولايت د عامې روغتیا رییس صفي الله وارسته وايي، دغه رياست له دوو لارو چې د لېوني سپي واکسین ترلاسه کوي د بودیجې د کموالي له کبله د پروان د اوسېدونکيو کافي او د اړتیا وړ واکسین نه‌شي چمتو کولی، نو له دې کبله نه‌شي کولی د واکسین ټولو غوښتونکيو ته مثبت ځواب ورکړي.

د پروان د سل بستریز ملکي روغتون واکسیناتور عبدالولي سلام‌وطندار ته وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د لېوني سپي د واکسین پيچکاري مسوولیت په غاړه لري او دغه موده کې یې د خپلو ۳۶۰ ویال واکسین او د پنجشېر له روغتون نه د ۲۳ ویال واکسین په ترلاسه کولو چې ۳۸۳ د لېوني سپي واکسین کېږي، ۱۹۵ هغه کسان واکسین کړي، چې لېوني سپي خوړلي وو.

د دغه واکسیناتور په وینا، دوه اوونۍ کېږي چې د ليوني سپي واکسين نشته او اوس ناروغانو ته رد ځواب ورکوي.

يوه ويډيو چې سلام‌وطندار ته رسېدلې ښيي چې  د پروان ولايت د ملکي سل بستريز روغتون د واکسين د خونې کارکوونکي ناروغانو ته وايي، ترڅو د دوی خصوصي روغتيايي مرکز ته ورشي او هلته يې واکسين کړي.

د سپي له لوري چيچل چې ډېری وخت د لېونيو سپيو له خوا کېږي، هغه خطرناکه ناروغي ده که چېرې ناروغ کس ورته ژر پاملرنه ونه کړي او يا تر ۲۴ ساعتونو پورې ورته درمل ونه رسېږي او يا واکسين نه شي، نو وژل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام