د ټرمپ نیوکه: د ناټو د لګښت ډیره برخه پر امریکا ده

 

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو غړو هېوادونو سازمان په غونډه کې د ناټو پر ملګرو نيوکه وکړه، چې د دغه سازمان له‌پاره کافي مالي پانګونه نه کوي او د لګښت زیاته برخه يې د امریکا پر اوږه اچولې ده.

د ناټو په نوي مرکزي دفتر کې پرون (پنج شنبه می۲۵مه) د غړو هيوادونو د دولتونو او د حکومتونو مشرانو سرمشريزه غونډه درلوده.

د ناټو غړو هيوادونو د دغه سازمان له‌پاره پر يو ډول مالي پانګونه او د ترهګرۍ پر ضد پر قوي هوډ ټينګار وکړ.

د سازمان عمومي منشي ينس سټونلټنبرګ له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، چې غړي هيوادونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د لا زياتو هڅو او د ناټو د مالي مصارفو لپاره پر مساوي پانګونه پر يوه خوله دي.

هغه يادونه وکړه، چې ناټو به د داعش پر ضد د نړيوال سازمان غړيتوب تر لاسه کړي، خو په جنګي فعاليتونه کې به برخه نه اخلي.

د ده پر وينا، دغه غړيتوب به په سياسي برخو، روزنې او د ظرفيت په لوړولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل، د ناټو غړو هيوادونو چې په سازمان د پانګونې په اړه په ۲۰۱۴ کال کې کومې ژمنې کړي وي د هغو د عملي کولو له‌پاره کلني پلانونو ترتيب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې هر غړی هيواد به په دغه کلني پلانونو کې د نغدي مرستې، ظرفيتونو او نورو مرستو په اړه خپلي ژمنې عملي کوي.

په دغه سرمشريزه غونډه کې مانټينيګرو هيواد د ناټو د نوي غړي په توګه ومنل شو.

له ناستې مخکې د جرمني ولسمشرې انګيلا ميرکل د برلين تاريخي ديوال يادګار او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۹/۱۱ او د اساسي قانون د ۵ مادی يادګار ناټو ته وسپارل. دوی ژمنه وکړه، چې ناټو به تل د خپلو ملګرو او ارزښتونو دفاع وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام