د ټرانسپورټ وزیر محمدحمید طهماسي نن کابل کې خبري غونډې ته وویل، د ټرانسپورټ په قانون کې یې تعدیلات راوستي چې د ولسمشر لهخوا توشیح شويدي.
ده دغه راز وویل، د رییسانو، مرستیالانو او مدیرانو په کچه یې ۶۴ کسان د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي کړي او پرځای یې نوي کسان ګومارلي دي چې عوایدو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
ښاغلي طهماسي زیاته کړه، د وزارت په چارو کې د سمون او پرمختګونو له امله د تېرکال په پرتله یوازې کابل کې په عوایدو کې څه باندې ۲سوه سلنه زیاتوالی راغلی چې د هېواد په کچه د تېر مالي کال د لومړیو دوو ربعو په پرتله د روان کال لومړیو دوو ربعو کې د عوایدو کچه ۴۸ سلنه زیاته شوېده.
د ټرانسپورټ د وزیر په وینا، د تېر کال لومړیو دوو ربعو کې د هېواد په کچه شاوخوا ۷۳۹ ملیونه افغانۍ عواید ترلاسه شويوو؛ خو د روان کال لومړیو دوو ربعو کې څه باندې یو ملیارد افغانۍ عواید ترلاسه شويدي، چې د تیر کال په پرتله له ۳ سوه میلیونه افغانیو څخه ډېر زیاتوالی پهکې راغلی دی.
د ښاغلي طهماسي په وینا، د وزارت په عایداتي ادارو کې د کار وړ او له فساد د پاکو کسانو ګومارنه او د ۳۰ کاله وړاندې جوړیو شویو کمېشنپاڼو پر ځای، د نویو مشخصاتو سره چاپ کړې کمېشنپاڼې چې جعل په کې ستونزمن دی؛ د عایداتو زیاتېدو له لاملونو څخه بولي.
د ټرانسپورت وزیر همدارنګه وايي، کابل او ولایتونو کې د دغه وزارت زیاتره ملکیتونه د زورواکیو لهخوا په ناقانونه توګه نیول شويوو چې اوس یې د بېرته را ګرځولو په اړه یې هلې ځلې پیل کړېدي.
هغه زیاته کړه، کابل او یو شمېر ولایتونو کې یې د وزارت ځېنې ملکیتونه بېرته د زورواکیو له منګولو څخه ترلاسه کړي هم دي.