د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی چې د ولسمشري ټاکنو د رایورکوونکیو «تقویتي نوملیکنه» نن پیلېږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې یاده پروسه به د ولسي جرګې ټاکنو د شېوې په څېر د غبرګولي په ۱۸مه پیل او د چنګاښ تر ۸مې به دوام وکړي.
د نوموړې په وینا، په تقویتي نوملیکنه کې د هغو کسانو نومونه ثبتېږي چې تازه هېواد ته را ستانه شوي، د ۱۸ کلنۍ عمر یې پوره کړی وي، په تېرو ټاکنو کې یې نومونه په ښه ډول نه وي لیکل شوي یا هم له یوې ټاکنیزې حوزې بلې ته تللي وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د ولسمشري ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه کېږي.