«د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی حقوقي مشروعیت نه‌لري»

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري سلام وطندار ته وویل چې ولسمشر د ټاکنو کمېسیون د نوي غړي پېژندلو له‌پاره د غوراوي کمېټې له ټاکلو سره د ټاکنو قانون نقض کړی‌دی.

د ولسمشر محمدارشرف غني له‌خوا معرفي شوې غوراوي کمېټه پرون د مشرانو جرګې د دارلانشاء رییس حفیظ‌الله هاشمي د ټاکنو کمېسیون د نوي غړي په توګه وپېژند.

د ښاغلي ناصري په وینا، هغه شخص چې د قانون خلاف انتصاب شي؛ حقوقي مشروعیت نه ‌لري.

د ولسي جرګې غړي غلام حسین ناصري زیاته کړه چې د غیرمسلکي کسانو انتصاب د دې سببېږي چې افغانستان یو ځل بیا له درغلیو ډکې ټاکنې تجربه کړي.

د افغانستان د ټاکنو روڼتیا څار بنسټ رییس نعیم‌ ایوب‌زاده وايي چې حکومت د ټاکنو په کمېسیون کې د ورته شان کسانو له ګومارنې او په هېواد کې سیاسي اختلافونو سره په ټاکلې نېټې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو تښتي.

د نوموړي په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د حکومت په منګولو کې دی او ټولې پرېکړې يې د حکومت له‌خوا کېږي.

د ښاغلي ایوب‌زاده په باور، د ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی د یو ناقانونه بهیر له لارې ګومارل شوی‌دی.

سیاسي فعال اصف اشنا په‌دې نظر دی چې حکومت له ناقانونه کړنو او د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ورته شان کسانو انتصاب سره د هېواد په راتلونکیو ټاکنو کې د درغلیو په لټه کې دی.

دی وايي چې د ملي یوالي حکومت مشران د راتلونکیو ټاکنو مهندسي‌کولو له‌پاره قانون نقضوي چې دا په ښکاره او روښانه توګه د ټاکنو قانون پر وړاندې د کودتا کولو هڅه ده.

په‌دې اړه مو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د نظر اخیستلو هڅه وکړه؛ خو له بیا ـ بیا اړیکو سره بریالي نه‌شو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام