«د ولسي جرګې لانجه قومي نه، حقوقي او تخنیکي ده»

فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مسوولانو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سر راپورته شوې لانجه یوه حقوقي او تخنیکي موضوع ده او باید قومي رنګ ور نه‌کړل شي.

فیفا وړاندیز کوي چې په جرګه کې د تنګ‌نظره قومي بحثونو مخه باید ونیول شي او وکیلان باید د جرګې کورنیو او بهرنیو عناصرو ته اجازه ورکړي چې د دوی له لانجې ناوړه ګټه واخلي.

د فیفا غړی حسیب معترف وايي، د ولسي جرګې د رییس ټاکلو پر سره راپورته شوې لانجه تخنیکي او قومي موضوع ده او یوشمېر کسان په لوی لاس قومي رنګ ورکوي چې دا کار نه یوازې د یادې لانجې د حل په برخه کې اغېزمن نه تمامېږي، بلکې موضوع لا هم لانجمنه کوي.

فیفا په ولسي جرګه کې د راپورته شوي کړکېچ لپاره وايي چې وکیلان باید خپله لانجه په خپله حل کړي او د دې لانجې د پای ته رسولو لپاره دې یوه کمېټه جوړه کړي چې د ۳۴ ولایتونو، کوچیانو او اهل‌هنود استازي هم په‌کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ پر سر راپورته شوې لانجه لا هم دوام لري او د ولسي جرګې یوشمېر غړي د دغه کړکېچ د حل لپاره د یوه پلاوي پر ټاکلو ټینګار کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام