شریف چې ۳۵ کاله عمر لري، څو کاله وړاندې یې د تنګلاسۍ له کبله له خپلې مېرمنې او درېوو ماشومانو سره د نامنظمې کډوالۍ لاره غوره کړه.
شریف ایران ته پر لارې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي، په شپو شپو دښتو او غرونو کې مزل کوي، خپلو ماشومانو سره لوږه او تنده تېروي او بالاخره له ۱۷ شپو او ورځو وروسته ایران ته رسېږي.
نوموړی د دغه سفر ترخې کیسې لري او وايي، ایران ته د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ لېږدولو لپاره یې قاچاقیانو ته ۵ میلیونه تومان ورکړي دي.
شریف په ایران کې د شاوخوا درېنیمو کلونو له تېرولو وروسته یوه هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره بیا هم د سفر موزې پر پښو کوي، خو دا ځل له ایران نه د ترکیې پر لوري ځي.
هغه له خپلې کورنۍ سره یوځای بیا پر ستونزمنو لارو خوځېږي او له پنځو شپو او ورځو وروسته ترکیې ته رسېږي او هلته د جاکټ ګنډلو په یوه کارخونه کې د ۶۰ ترکي لېرې په بدل کې هره ورځ ۱۲ ساعته کار پیلوي.
هغه په نورو هېوادونو کې د افغانانو د وضعیت په اړه وايي، په پردیو هېوادونو کې وخت تېرول، هغه هم چې د نامنظمې کډوالۍ له لارې تللی یې، ګڼې ستونزې لري او په هېواد کې د یوې ویالې پر غاړه شپه تېرول، د پردي هېواد له ماڼیو غوره دي.
شریف هېواد ته له راګرځېدو وروسته سلماني او حمام جوړوي، څو په خپل هېواد کې د خپلې کورنۍ ترڅنګ خوشحاله ژوند وکړي.
د پروان د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو ریاست مسوولان وايي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې څه باندې ۳۲ زره کسان له بهرنیو هېوادونو دغه ولایت ته را ګرځېدلي او یا ګرځول شوي چې تر ټولو زیات شمېر یې له ۲۰۰۶ میلادي کار وروسته دی.
د دغه ریاست ریاست رییس عبدالواحد کریمي سلاموطندار ته وویل، په دې وروستیو کلونو کې په خپله خوښه هېواد ته د کډوالو د راګرځېدو پر ځای، د کوربه هېوادونو لهخوا په زوره د کډوالو را اېستل زیات شوي دي.
سره له دې چې افغان دولت د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نه په زوره د افغان کډوالو د بېرته را اېستلو لړۍ د چټکۍ خبر ورکوي، خو د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM وايي، په زوره د کډوالو را اېستلو بهیر درولو لپاره یې د کډوالو کوربه هېوادونو ته د قناعت ورکولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان یا IOM د عامه اړیکو مسوول محمدحدیث پردېس سلاموطندار ته وویل، د کډوالو کوربه هېوادونو ته د قناعت ورکولو لپاره د هڅو ترڅنګ، له هغو افغانانو سره چې په خپله خوښه هېواد ته راځي او یا که را ګرځول کېږي، مرستې کوي او دا مرستې د هېوادونو په تفکیک سره جلا دي.
کډوالي یوه نړیواله ننګونه ده چې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان، عراق، سوریې او یمن په څېر یو شمېر هېوادونو کې د ناامنیو زیاتېدو له کبله میلیونونه کسانو د نړۍ بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپايي هېوادونو ته مخه کړې ده.
خو کومې کډوالۍ چې په نامنظم ډول شوي، له کډوالو نه یې بېشمېره قربانۍ هم اخیستې دي.