د وزیرانو ځانګړې محکمې د مخابراتو پخواني وزیر د تورونو څېړنه پيل کړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي چې په فساد کې د لاس درلودو په تور له دندې لېرې شوی و، نن یې د وزیرانو ځانګړې محکمې غونډې ته د تورونو څېړنو په موخه د څارنوال له‌خوا اتهامنامه وړاندې شوه.

څارنوال میرعبدالمعروف ‌ذاکر وویل، د څېړنو له پایلو وروسته جوړه شوې اتهام‌نامه کې راغلي چې ښاغلی وحیدي د دندې پرمهال له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستو له امله، اساسي قانون او ځینې نور قانونه تر پښو لاندې کړي دي.

د ښاغلي معروف د خبرو پر بنسټ، تورن وحیدي د وزیرانو شورا د مقررو او قانون خلاف ځینې کسان په لوړو تنخواوو د سلاکارانو په توګه نورو بستونو کې په دندو ګومارلي دي.

دغه‌راز د ټیلفوني کرېډیټ کارتونو د لس سلنه ټکس ترلاسه کولو مسله کې یې هم عامه شتمني ته زیان رسولی دی.

ورته وخت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي وايي، له ده، سره قومي او سیاسي چلند شوی دی.

د هغه په وینا، که د ده پر ځای د کوم بل قوم وزیر وی؛ نو داسې چلند ورسره نه کېده.

د ښاغلي واحدي مدافیع وکیل د اتهامنامې پر وړاندې د دفاعیې له وړاندې کولو وروسته، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په پخواني وزیر لګول شوي تورونه رد کړل او ځینې نور حکومتي بنسټونه یې تورن معرفي کړل.

خو د غونډې په پای کې د سترې محکمې د عالي شورا غړي او د وزیرانو د ځانګړې محکمې د  قضاییه هیئت رییس محمدزمان سنګري وویل، دا غونډه به راتلونکې کې جوړه شي چې د موضوع په اړه به بحث دوام وکړي او په رڼا کې به یې محکمه پرېکړه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام