.jpg)
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، چې په افغانستان کې د توفان د کېدو وړاندوینه له واقعیت سره سمون نه خوري او د ځينو رسنيو له لوري په دې اړه د خبر نشرول یواځې يوه شایعه ده.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې رییس سېدرضا موسوي سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان په غربي ولایتونو کې دوامداره بارانونه پېل شوي او د جمعې په ورځ به د هېواد له مشرقي ولایتونو کې تېر شي.
هغه تاییدوي، چې شدید بادونه به د افغانستان په سویلي او سویل شرقي ولايتونو کې پېل شي، خو هغه بیا دا بارانونه له توفان سره نه مشابه کوي او وايي، چې یواځې هغه ته باد ویلی شو.
د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، چې د دغې ادارې د تعین شویو مډلونو پر بنسټ د هغو بادونو شدت، چې له ۵۰ "ناټ" څخه زیات وي هغه ته توفان ویل کيږي.
دوی وايي، چې د راتلونکو بادونو شدت به ۳۰ ناټه وي.
.jpg)
په همدې حال کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر وايي، چې دوی د دغو پېښو پر وړاندې پوره چمتووالی لري.
هغه هم وايي، دوی ته ځينې خبردارۍ رسېدلي، چې په جنوبي ولایتونو کې به توفان ونه کيږي، خو په وینا يې دوی يې پر وړاندې پوره چمتووالی لري.
ویس برمک وايي، چې دوی غذايي مواد، مالي مرستې او نور اساسي ضرورتونه له ځانه سره لري او د ضرورت په وخت به د ولايتي کمېټو له لارې پر اړمنو خلکو وویشي.
هغه وايي، چې د دوی د چمتووالي سره سره نورې غېر دولتي ادارې هم پوره چمتو دي او یو له بل سره په دغه برخه کې همغږي شوي دي.
برمک زیاتوي، چې وضعیت د اندېښنې وړ ده، خو دوی يې په اړه پوره چمتووالی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ځينو رسنيو له خوا راپور خپور شو، چې ګوندې په راتلونکي نږدې ورځو کې به د افغانستان په بېلابېلا ولايتونو په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې به شدید توفان ونه وشي او خلک باید په دغه برخه کې چمتووالی ولري.