افغان چارواکي د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، چې هیچا ته به د دې اجازه ور نه کړل شي، چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو پر خلاف وکاروي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د تېرې ورځې د اونیزې څرګندونې په اړه، چې د افغانستان په اړه یې کړې وې؛ سلام وطندار ته وویل، ګاونډي هېوادونه دې ویره نه لري، چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو له خوا د دوی پر خلاف وکارول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې پاکستاني رسنیو ته ویلي و، چې د هند استخباراتي اداره (را) د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف کار اخلي.
د سیاسي چارو شنونکي وايي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دغه ډول څرګندونو په اړه د پاکستاني سیاستوالو دوه مخي سیاست او افغان وژنې ته د لارې د پيدا کولو زمینه برابروي.
د سیاسي چارو شنونکی اکبر جان فولاد سلام وطندار ته وویل، د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره په دې لټه کې ده، چې په افغانستان کې په یوې پلمې جواز تر لاسه او د افغان وژنې له لارې خپلې موخې تعقیب کړي.
د فولاد په باور نړیوال په دې باور دي، چې افغان ولسمشر په سیمه کې د اقتصادي همکاریو او د سولې او ثبات له پاره مرسته کوي، خو د پاکستان ملکي او پوځي حکومت په ډېرې ځیرکتیا سره خپلې موخې په سیمه او افغانستان کې پر مخ بیايي.
په ورته وخت کې د کابل پوهنتون استاد پوهاند ډاکټر ودیر ساپي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په اړه وايي، داسې څرګند دلایل نه شته، چې د پاکستان د حاکمیت پر خلاف افغانستان خاوره استعمال شي.
د ساپي په خبره "پاکستان پخوا د چمن او کویټې په پېښو کې د هندوستان د (را) استخباراتي اداره په لاس لرلو تورنوله، اوس دې هم په واضحه توګه ځېنې پېښې د ثبوت له پاره په ګوته کړي، که داسې نه وي؛ نو داسې کوم څه نه لیدل کیږي، چې افغان خاوره د بل هېواد په خلاف و کارول شي."
د اشرف غني په راتګ سره افغانستان خپل بهرنی سیاست په ۵ حلقو و وېشلو، چې له اعلان وروسته یې د لومړي ځل له پاره پاکستان ته د یو پلاوي په ګډون د ځېنو ګډو همکاریو له پاره سفر وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې د تېرې سې شنبې ( ۲۰۱۵ کال/ مې په ۱۲مه) د پاکستان لومړي وزیر د یو جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و.
له دغه پلاوي سره د پوځ لوی درستیز، د څار ګرې ادارې (ISI) مشر، د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز او یو شمېر نور پاکستاني چارواکو کابل کې له افغان چارواکو سره په دوه اړخيزو او سيمه ييزو موضوعاتو خبرې وکړې.
له دې سره سره، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې د ټینګښت په موخه ۲۱ ځلې پاکستان ته سفر ورکړ، خو بیا هم په افغانستان کې سوله رانغله او د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې او له هند سره د اړیکو په پراخوالي کې لا ښه والی راغی.