د افغانستان فوټبال فدراسیون لهخوا د کابل ۱۴ کلنو فوټبال لیګ سیالۍ د هندوکش شمال «ب» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدلې.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د معلوماتو لهمخې، د سیالیو په وروستۍ لیګ لوبه کې هندوکش شمال «ب» لوبډلې مکروریان لوبډلې ته د یوې یو اړخېزې لوبې وروسته ۲ د ۰ ګول په وړاندې ماته ورکړه.
د ټولو لیګ سیالیو پای ته رسېدو سره سم هندوکش شمال «ب» لوبډلې د ګډون کوونکیو لوبډلو په کتار کې په زیاتو (۳۴) امتیازونو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
د فوټبال فدراسیون په نوښت د کابل په ۱۴ کلنو فوتبال لیګ سیالیو کې ۱۲ کلپونو برخه اخیستی وه چې له ۳ میاشتو راپه دېخوا په کابل کې پیل شوې وې.
د سیالیو په پای کې رسول شهید لوبډلې دویم او پامیر لوبډلې بیا دریم مقام ترلاسه کړ، چې په وار وار یې ۲۶ او ۲۱ امتیازونه ګټلي وو.
د سیالیو په پای کې د افغانستان فوټبال فدراسیون د چارواکیو لهخوا په ګټوونکي او دویم مقام ګټوونکي لوبډلې د اتلولۍ جامونه، مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ووېشل شوې.