د هندوستان فوټبال ملي لوبډله وروسته له نيمې پېړۍ کابل ته راځي

د افغانستان فوټبال فدراسیون  پلان لري ترڅو په کابل کې د هندوستان فوټبال ملي لوبډلې سره د فوټبال دوستانه سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون د رسنیو څانګې مسوول علي کاظمي سلام وطندار ته وویل، پلان شوی دوستانه فوټبال سیالۍ به د افغانستان او هندوستان حکومتونو او امنیتي ارګانونو د تایید وروسته د نوروز په ورځو کې په کابل کې د شپې له خوا ترسره شي.

کاظمي وویل، د هندوستان فوټبال فدراسیون د دوی بلنلیک منلی دی او اوسمهال د افغانستان فوټبال فدراسیون د افغانستان د امنیتي ارګانونو د مثبت ځواب انتظار کوي.

که د دې فوټبال لوبې اجازه ورکړل شي، نو دا به د څه باندې نیمی پیړۍ وروسته لومړی ځل وي، چې د هندوستان فوټبال ملي لوبډله د سیالۍ له پاره کابل ته راځي.

د هندوستان فوټبال ملي لوبډله وه، چې نه یواځې یې له افغانستان سره د فوټبال نړېواله سیالۍ ترسره کړه ترڅنګ یې لومړۍ لوبډله وه، چې د سیالۍ له پاره د ۱۹۴۱ م میلادي کال اګست میاشتې په ۲۳ مه نیټه د نړېوالې دوستانه سیالۍ له پاره کابل ته راغلې وه.

هغه مهال لومړۍ تاریخي سیالۍ کې هندۍ لوبډلې افغان فوټبال ملي لوبډلې ته ۳ د ۱ ګول په وړاندې ماتې ورکړې وه.

د کال ۱۹۴۱ میلادي کال راهیسي د افغانستان او هندوستان فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ ټولټال ۹ نړیوالې سیالۍ ترسره شوي، چې ۷ هندوستان ګټلي، ۱ لوبه برابره شوې، خو د ۲۰۱۳ میلادي کال سویلي اسیا فوټبال جام (فاینل) لوبه کې بیا افغانستان یواځینۍ لوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړې ده.

کاظمي زیاته کړه، سیالۍ دوستانه ده، چې د نوي لمریز کال د هرکلي او د افغانستان او هندوستان د ملګرتیا ښودلو په موخه پلان شوې ده.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي، د پلان شوې سیالۍ پرانیستی او نوی کال لمانځلو له پاره یې رنګین پروګرامونه په پام کی نیولي دي، چې په کې به ښځینه ، نارینه او د هرعمر نندارچیان شتون ولري.

فدراسیون زیاتوي، سیالۍ ته یې لومړني تیارۍ نیولي دي چی د (فوټبال لوبغالي نوی رڼاګانې) ترنامه لاندې به په غازي سټډیوم فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.

د فوټبال فدراسیون په وینا، سیالۍ به د افغانستان په تاریخ کی د لومړي ځل له پاره په مصنوعي رڼاګانو کې وشي چې تر ۱۰ زرو ننداچیانو پورې به یې په لوبغالي کې دننه او میلیونونه نور د ټلویزون په پرده ننداره کړي.

افغان فوټبال فدراسیون د را روان نوروز په ورځو کې له هندوستان فوټبال ملي لوبډلې سره د دوستانه فوټبال سیالۍ خبر ورکوي، چې په ۲۰۱۲ م ز کال کې د لومړي ځل له پاره د پاکستان فوټبال ملي لوبډله کابل ته راغلې وه او د افغانستان له خوا یې سخته ماتې خوړلې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

مطالب مشابه:

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام